1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ولې تر اوسه د توبرکلوز اغيزمن واکسين نه دي موندل شوي؟

۱۳۹۶ اسفند ۲۹, سه‌شنبه

توبرکلوز په ټوله نړۍ کې تر ټولو وژونکې ميکروبي ناروغي ده. دا مرض اوس هم د نړۍ په ډيرو برخو کې په ځانگړي توگه په بې وزلو هيوادونو کې خپور دی. يو اغیزمن واکسين به د ميليونو انسانانو ژوند وژغوري.

https://p.dw.com/p/2uceE
TBC Tuberkulose Frau Patientin Südafrika
انځور: Alexander Joe/AFP/Getty Images

د ملگرو ملتونو په حواله په نړۍ کې هر کال تقريباً ۴۸۰ زره کسان په توبرکلوز يا نري رنځ اخته کيږي. اوسهمال په ټوله نړۍ کې کابو ۱،۷ ميليارد انسانان د دې مرض په ميکروب ککړ دی چې دا د نړۍ د ټول نفوس کابو يو پر څلورمه برخه ده. له دې انسانانو څخه یې تقريباً ۱۰ سلنه بيا د ژوند په اوږدو کې په دې مرض اخته کيږي.

په توبرکلوز اخته هر دويم ناروغ بې تداوۍ له دغه مرضه مري. خو دا په دې پورې هم اړه لري چې د توبرکلوز تداوي په سمه توگه کيږي او که نه؟ که چیري درملنه سمه پر مخ ولاړه شي نو په دې مرض بيا د مړينې خطر ډير کميږي. خو په ټوله نړۍ کې اوس هم هر کال کابو ۱،۷ ميليونه انسانان د دې مرض له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. په دې توگه نری رنځ تر ټولو وژونکی، ساري ميکروبي مرض دی.

دا چې سړی څرنگه په دې پوهيدلای شي چې د دې مرض ميکروب په وجود کې لري، په هلکه یې په برلين کې د ميکروبي بيولوژۍ د ماکس – پلانک – انستيتويت مشر او د برلين په پوهنتون پورې د مربوط روغتون شاريتې د مايکرو بيالوژۍ او د ايموني بيالوژۍ استاد شتيفان کاوفمن وايي: «د دې مرض په ميکروب د ککړيدو احتمال په دې پورې اړه لري چې سړي څومره وخت په هغو سيمو کې تير کړی چې دا ميکروبي او ساري ناروغي پکښې خپره وي.»

د نوموړي په خبره په آلمان او نورو اروپايي هيوادونو کې یې خطر ډير کم دی. خو په دې ناروغۍ د اخته کيدو خطر هغه وخت زياتيږي چې سړی د مثال په توگه د جنوبي افريقا ټاون شپ ښار او يا د هند د کلکتې فقیر ميشتو سيمو ته ورشي.

د نري رنځ واکسين

ولې موږ لکه د والگي پر ضد د مقاومت کولو له پاره چې واکسين کوو، د توبرکلوز واکسين نه کوو؟ شتيفان کاوفمن په دې اړه وايي: «ځکه د مصونيت هغه غبرگون چې زموږ وجود یې د توبر کلوز پر وړاندې کوي، د هغه غبرگون په مقابل کې ډير پيچيدلی دی چې زموږ بدن یې د والگي د ميکروب يا نورو ورته ناورغيو پر وخت کوي.»  د نوموړي په آند موږ تر نن ورځې په دې نه پوهيږو چې څرنگه د توبرکلوز د ميکروب پر ضد د انسان د بدن «ايموني ځواب» يا غبرگون قوي کړو.»

Stefan H.E. Kaufmann, Direktor des Max-Planck-Instituts für Infektionsbiologie
شتيفان کاوفمن د توبرکلوز د يوه نوي واکسين په اړه څيړنې کويانځور: picture-alliance/dpa

د کاوفمن په آند همدا وجه ده چې تر اوسه په لويانو کې د توبرکلوز د کنترول له پاره موثر مواد نشته. يوازې يو ډول مواد لرو چې د ماشومانو او يا نويو زيږيدلو مرسته کولای شي.

د انتي بيوتيک په مقابل کې مقاومت

د ملگرو ملتونو د يوه رپوټ په حواله توبرکلوز يا نری رنځ هغه ناروغي ده چې تداوي یې د دې له امله ستونزمنه شوې چې ځينې ډولونو یې د انتي بيوتيک په مقابل کې مقاومت پيدا کړی دی. د کاوفمن په خبره دغه ډولونه له نظري اړخه خو د تداوۍ وړ دي خو په عمل کې ثابته شوې ده چې درملنه یې ممکنه نه ده: د توبرکلوز په مقاوم ډول اخته مريضان بايد په دوو کلونو کې په دوامداره توگه کابو ۱۵۰۰۰  گولۍ وخوري. دا ډير زيات درمل دي. يعني سړی ويلای شي چې د نري رنځ د ډولونو پر ضد مبارزه ډيره ستونزمنه ده.

د مقاومو ميکروبونو ستونزه په ټوله نړۍ کې پر پراخيدو ده. د توبرکلوز په برخه کې هم همدا خبره صدق کوي. بله د انديښنې وړ خبره داده چې د توبرکوکلوز د دې ډولونو د خپريدو مخه نيول هم مشکل دي، ځکه دا ميکروب هم لکه د نورو په څير سرحدونه نه پيژني او اروپا ته هم رسيدلي دي.

د شتيفن کاوفمن په خبره، د توبرکلوز په بشپړه توگه له منځه وړل زموږ يو د اوږدې مودې هدف دی خو دا کار به ډير وخت ونيسي. دی زياتوي: «زه فکر کوم چې موږ ۳۰ او يا ۵۰ کلونو ته اړتيا لرو، څو د توبرکلوز د پيښو شمير راټيت کړو. خو د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) تمه لري چې دا هدف به تر ۲۰۳۰م کاله پوري ترلاسه شي.»

په هند کې د توبر کلوز نوې څيړنه

هند د نړۍ هغه هيواد دی چې په ځانگړي ډول د نري رنځ له کبله کړيږي. د اټکلونو پر اساس هلته کابو يو ميليون انسانان په دې مرض اخته دي. همدا راز په هند کې د مقاومو ميکروبو شمير هم په چټکۍ سره مخ پر زياتيدو دی.

په برلين کې ميکروبي بيولوژۍ د ماکس – پلانک – انستيتويت مشر او د برلين په پوهنتون پوري د مربوط روغتون شاريتې د مايکرو بيالوژۍ او د ايموني بيالوژۍ استاد شتيفن کاوفمن په دې وروستيو کې په هند کې له يوه نوي واکسين سره يوه نوې څيړنه پيل کړې ده. نوموړی په دې اړه وايي: «که چيري مو کلينکي آزموينې کاميابې پر مخ ولاړې شي، نو داسې يو واکسين به مو موندلای وي چې پر لويانو به هم اغيز ولري. دا به زما له پاره د يوه ستر خوب د پوره کيدو په معنا وي.»

Andreas Neuhaus(B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: