1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې د آلمان استخباراتی څانگې BND د افغانستان د سوداگرۍ د وزير برېښناليکونه لوستي دي

۱۳۸۷ اردیبهشت ۹, دوشنبه

د دې پوښتنې ځواب، چې ولې د آلمان استخباراتی څانگې BND د افغانستان د سوداگرۍ د وزير برېښناليکونه لوستي دي او هغه يې له طالبانو سره په گډکار تهمتي کړی، تر اوسه پورې نه دئ ورکړل شوی.

https://p.dw.com/p/DppO
د سوداگرۍ وزير امين فرهنگ
د سوداگرۍ وزير امين فرهنگانځور: AP

خو د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شتين ماير د افغانستان د حکومت په وړاندې له دې کار څخه پښيماني څرگنده کړې او ويلې يې دي، چې مجرمان يې له کار څخه ليرې کړي، خو د هغوې نومونه يې نه دي په ډاگه کړي.

درندو آورېدونکو په دې اړوند يو مطلب لرو، چې زبينې متي راليږلی او ما په پښتو اړولی دئ، پاملرنه ورته وکوئ.

متي ليکي، چې د افغانستنان د بهرنيوچارو د وزيردادفر رنگين سپانتا له قوله، هغه هېواد د آلمانۍ استخباراتي څانگې BND لخوا د سوداگرۍ د خپل وزير امين فرهنگ د برېښناليکونو د لوستلو له کبله، د آلمان حکومت ته تر اوسه پورې کوم شکايت نه دئ کړی او نه غواړي دې لانجې ته لمن ووهي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزير بيا د دې پرځای د خپل آلماني سيال شتين ماير تلفون او دريز ته سترگې په لاره دئ.

د بهرنيو چارود وزارت وياند بهين، د امين فرهنگ له شخصياتو څخه هم يادون وکړ، د کوم چا له برېښناليک سره چې آلمانيانو علاقه درلوده او ويې ويل:

(امين فرهنگ د افغانستان وزير دئ او د قانون سره سم کارکوي، طبعي خبره ده چې خپل حکومت ته وفادار هم دئ. دا د ده شخصې برېښناليکونه وو، کوم چې لوستل شوي او دا کار د زغم او منلو وړ نه دئ. وروسته به ښکاره شي، چې د دې عمل شا ته څه پراته دي. په هر صورت دلته خبره د شخصي چاروده.)

تر اوسه پورې دا نه ده څرگنده شوې، چې د آلمان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د صنايعو او سوداگري له وزير سره هم غږېدلې او که نه.

امين فرهنگ پر دې باندې سخت په غصه شوی، چې آلماني استخباراتو د ده کمپيوټر کتلی او د ده برېښناليکونه يې لوستي دي، د کومو په ډله کې چې يوې آلمانۍ ژورنالستې ته هم د ده برېښناليکونه شامل دي. امين فرهنگ له آلماني رسنيو سره ښې اړيکې لري. نوموړي په ٦٠ لسيزه کې د جرمن د کولن په ښار کې اقتصاد لوستی، آلمانی طابعيت لري، او دا ځکه چې په ٨٠ لسيزه کې د سياسي پناهنده په توگه په آلمان کې اوسېده.

له کابل څخه د دې خبر سپيناوی لا نه دئ شوی، چې آيا يواځې د امين فرهنگ کمپيوټر کتل شوی او که د نوموړي د ټولې ادارې، او يا دا چې امکان لري د افغانستان نور وزيران هم د جرمن د استخباراتو لخوا تر نښه لاندې نيول شوي وي.