1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې د افغانستان شمال بې ثباته شوی؟

۱۳۹۵ اسفند ۱۲, پنجشنبه

د افغانستان شمال، چې یو وخت تر ټولو خوندي سیمه بلله کیده، نوره آرامه نه ده. په دې وروستیو کلونو کې طالبانو او ځينو بهرنیو یاغي ډلو دې سیمې ته خپل فعالیتونه غځولې دي.

https://p.dw.com/p/2YW0O
Afghanistan | Kampf um Kunduz
انځور: picture-alliance/AP Photo/N. Rahim

یوازې څو کاله مخکي د افغانستان شمالي ولایتونه د امنيت له اړخه تر ټولو خوندي سیمې بلل کیدې، خو اوس دغي سيمه د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو یاغیانو تر منځ د جګړې په نوي ډګر بدله شوې ده. طالبان اوس نه يوازي د شمالي ولایتونو، لکه بغلان، کندز او بلخ په ډیرو ولسوالیو کې پیاوړی حضور لري، بلکي کله نا کله په ښارونو کې هم بریدونه کوي.

د کندز د ولایت شورا غړي عبدالاحد توریال کاکړ، دویچه ویله ته وویل: «په کندز ولایت کې یوازي د ولسوالیو مرکزونه د حکومت په لاس کې دي نور نو د هري ولسوالۍ اتیا سلنه برخه د مخالفینو په لاس کې ده.»

د نورو شمالي ولایتونو ځایي چارواکي او اوسیدونکي هم وایي چې له ورته وضعیت سره لاس او ګریوان دي. هغوی وايي چې طالبان او د مرکزي اسیا له هیوادونو څخه افراطي ډلې په فاریاب کې ځای پر ځای شوي او پر افغان ځواکونو او عامو وګړو باندي بریدونه کوي.

د فاریاب د ولایتي شورا غړی محمد عارف مولاني، وایي: «زموږ ښار ته نزدي سیمې چې په ولسوالیو پوري مربوط دي، د ازبکستان، تاجیکستان او پاکستان یاغیان له خپلو کورنیو سره میشت دي. ځوانان یې له طالبانو سره یوځای همکاري لري. اوس خو ان د داعش ډلي د سر راپورته کیدو خبري هم کیږي.»

د بلخ ولایت چارواکي هم د ناامنۍ خبري کوي. هغوی وایي چې دغه ولایت نور د پخوا په شان امن نه دی او طالبان په ولسوالیو کې مخ پر ډیریدونکی حضور لري. څو کاله وړاندي، هیچا د دغه شان حالت فکر هم نه شوای کولای. تر دې مخکې طالبان د کندهار او هلمند په شان ولایتونو باندې متمرکز وو چې له پاکستان سره پوله لري.

خو دا یوازي طالبان نه دي چې ځایي اوسیدونکي یې اندیښمن کړي دي، بهرنۍ ترهګري ډلې هم د افغانستان شمال ته رسیدلي دي. دې موضوع آن د افغانستان شمالي ګاونډې او د هغوی لوی متحده هیواد روسیه، په اندیښنه کې کړی دی.

ولې وضعیت دومره خراب شو؟

په کابل کې میشت چارواکي دې پوښتنې ته ډیر وخت واضیح ځواب نه لري. ډیر وخت ویلي کیږي چې د افغانستان جګړه ډیره پېچلې شوې او ډیري هغه ډلې چې د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې فعالیت نه شي کولای له پولې رااوړي او په افغانستان کې له ځایي ډلو سره یو ځای فعالیت کوي. افغان لوړپوړي چارواکي ټینګار کوي چې د افغانستان جګړه سیمه ایز او نړیوال اړخونه لري.

خو کابل میشته کارپوه یونس فکور، بیا په دې نظر دی چې د افغانستان د شمالي ولایتونو د وضعیت خرابیدو یو لوی لامل هغه تیروتنې دي چې افغان حکومت او نړیوالو ملاتړو یې تر ۲۰۰۱م کال وروسته وکړې. هغه وایي چې د طالبانو او بهرنیو یاغیانو تر څنګ، په شمال کې یوه بله لویه ستونزه هغه ځایي قوماندانان دي چې په تیره لسیزه کې نه دي بې وسلې شوي او اوس له دې ویره لري چې د کابل حکومت له پاره یې خپل ارزښت له لاسه ورکړي او له صحنې څخه د وتلو په حال کې دي.

هغه وایي: «غیري مسووله مسلح ډلي په بشپړه توګه بې وسلو نه شولې او په خپلو سیمو کې مسلطي پاتې شوې. کله چې په حکومت کې سیاسي مخالفتونه رامنځ ته شول نو هرې ډلې خپل غړي لا مسلح کړل. طبیعي خبره ده چې د دوی له ډلې څخه یو شمیر ناراضي یې له طالبانو سره یوځای شول.»

د بلخ د ولایتي شورا یو غړی محمد ابراهیم خیراندیش، هم دغه خبره تاییدوي او وایي چې د دې ولایت په ناامنیو کې د طالبانو په ګډون ځيني ځایي پخواني قوماندانان هم لاس لري. په نورو ولایتونو کې هم ورته ادعاوې کیږي خو د هغوی اثباتول ډیر ستونزمن کار دی.

فکور وایي چې د شمال د ناامني بل لامل د طالبانو هغه پریکړه وه چې غوښتل یې خپل فعالیتونه د پاکستان سرحد ته له پرتو سیمو لیري پيل کړي، څو وښيي چې دوی له پاکستانه لیري هم عملیات کولی شي. د دغه کارپوه په اند په شمالي ولایتونو کې په ځینو مواردو کې د محلي پولیسو ناوړه کړه هم د دې لامل شول چې طالبانو د ځينو خلکو په منځ کې ملاتړ تر لاسه کړی.

په شمال کې د «اسلامي دولت» (داعش) د حضور په اړه نظرونه بیا بیلابیل دي. ډیر کارپوهان په دې اند دي چې په دې سیمه او ټول افغانستان کې اسلامي دولت دومره فعاله نه دی چې ادعا یې کیږي. د فکور په اند روسیه د داعش د پراخ حضور په پلمه غواړې د افغانستان په چارو کې لا ډیره بوخت شي او د دې هیواد سرحد ته نزدې خپل پوځي حضور ډیر کړي.