1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې په افغانستان کې د افغان– ترک لیسو د بندولو هڅه کيږي؟

۱۳۹۶ آذر ۲۲, چهارشنبه

د افغان- ترک لیسو چارواکي ادعا کوي چې د دوی د فعالیت بندولو له پاره له تیرو څو میاشتو راهیسې د ترکیې هیواد په غوښتنه هڅې روانې دي. تازه په کابل کې د هلکانو د لیسې څلور ښوونکي د ملي امنیت ادارې له خوا نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/2pIWC
Türkisch-afghanisches Internat für Mädchen in Herat
انځور: DW/H. Hashimi

څلور ترکي استادان د سې شنبې په ورځ سهار هغه مهال چې د کابل شاه دوشمشیره کې د هلکانو ښوونځي ته پر لاره ول، د ملي امنیت له خوا ونیول شول. همدا شان په همدغه ورځ ماښام مهال د ملي امنیت کارکوونکو د کابل په تایمني کې د نجونو لیله هم د پلټلې ده.

که څه هم تراوسه په مشخصه توګه معلومه نه ده چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې ولې د افغان– ترک لیسې څلور ښوونکي نیولي دي، خو ویل کیږي چې دغه کسان د ترکیې هیواد په وړاندیز د افغانستان د ملي امنیت له خوا نیول شوي دي.

تیر کال په ترکيه کې د هغه هیواد د نظام پروړاندې ناکامه کودتا وشوه چې ددغه کار په غبرګون کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په امر په ترکیه کې زیات سیاسي مخالفین ونیول شول. اردوغان د دغي ناکامي کودتا پړه پر فتح الله گولن اچول شوې ده، خو هغه دغه تورونه نه مني.

په افغانستان کې د افغان– ترک لیسو چارواکي وايي چې له تیرو نهو میاشتو راهیسې د ترکیې هیواد له افغانستان څخه غوښتنه کړې وه چې د دغو لیسو واک دوی ته وسپاري، خو افغان حکومت د ترکیې هیواد دغه وړاندیز تراوسه منلی نه دی.

په افغانستان کې د ترکي استادانو د نیول پروړاندي غبرګونونه

په افغانستان کې د افغان- ترک لیسو چارواکي وايي په کابل کې د ملي امنیت ادارې له خوا د دوی د څلور تنو استادانو نیول د دوی پر تعلیمي سیستم او زده کوونکو منفي اغیزه کړې ده.

د افغان– ترک لیسو د ریاست مرستیال فواد حیدري دویچه ویله ته وویل چي دوی غیر سیاسي فعالیت لري او پرته له دې چې ورسره کومه مسله شریکه شي د دوی استادان په غیر قانوني توګه نیول شوي دي: «موږ د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ته مکتونه لیږلي او د دوی «استادان» په هکله مو ترې معلومات غوښتي، خو په خواشینۍ سره د دیرشو ساعتونو په تیریدو سره د دوی د نیول کیدو په هکله هیڅ معلومات زموږ سره شریک شوي نه دي».

د فرزانې په نوم یوې زده کوونکې د خپلو سترګو حال داسې بيان کړ: «تقریبآ شل کسه چې مسلح ول د ملي امنیت کارکوونکي وو، زموږ د دروازې ساتونکو هم هیڅ ونه شو کړای، پرته له اجازې دننه راغلل او ټول ځایونه یې وپلټل او ټول په ویره کې وو».

آیا ترکي ښوونځي له فتح الله ګولن سره اړیکه لري؟

په افغانستان کې د افغان- ترک لیسو ریاست چارواکي وايي د دوی ښوونځي د فتح الله ګولن له خوا نه تمویلږي او نه هم هغه د د دغو ښوونځيو په برخه کې فعالیت کوي. په افغانستان کې د افغان- ترک لیسو ریاست وايي چې د افغانستان اساسي قانون په چوکاټ کې دوی د استادانو پوهه په پام کې نیسي نه د هغوی لید لوري.

خو یو شمیر سیاسي کارپوهان په ترکيه کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان په ځانګړې ناسته کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني سفر پورې تړلې مسله بولي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي دویچه ویله ته وویل: «تیره ورځ کله چې ښاغلی غني استانبول ته تلی ددې له پاره چې اردغان ته یو تحفه ولري، امنیتي ارګانونو ته یې لارښونه کړې، څو ښوونځيو ته ولاړ شي او اردغان ته وايي چې زه نور دغو ښوونځیو ته اجازه نه ورکوم».

د افغان – ترک لیسو د والدینو کمیټې چارواکي وايي چې د ملي امنیت له خوا د ترکي استادانو نیول به په افغانستان کې د پوهنې بهیر سخت زیانمن کړي او په تیرو شلو کلنو کې چې دوی کومې لاسته راوړنې د پوهنې په برخه کې درلودې له منځه یوسي.

د افغان- ترک ښوونځیو د والدینو کمیټه خبرداری ورکوي، که چیرې د ملي امنیت ادارې له خوا نیول شوي استادان بیرته آزاد نه شي دوی به په لویو لاریونونو لاس پورې کړي او په کابل ښار کې به د تحصن خیمه ولګوي.

ددغي کمیټې مشر یوسف پښتون دویچه ویله ته وویل دا یو تخریبي عمل دی او نه یوازې څلور کسه، بلکې په پام کې ده چې ټول ترکي استادان ونیول شي: «سل دوه سوه کسان ورته په یوه خیمه کې په یو لوی سړک کښینو تر هغې چې دا کسان را ایله کړي».

د افغان– ترک لیسو تعلیمي نظام

 د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د افغان– ترک لیسو فعالیت او خدمتونه دوی ته د منلو وړ دي او ددغو لیسو ټول سیستم د پوهنې وزارت له خوا څارل کیږي. د پوهنې وزارت د نشراتو مشر کبیرحقمل دویچه ویله ته وویل چي مخکې له دې چې د ملي امنیت اداره د افغان- ترک لیسې استادان له ځان سره یوسي، له دوی سره هیڅ همغږي شوې نه وه: «هغه څه چې په ټوله کې د دولت فیصله ده، هغه موږ په هغه ډول سره چې د افغانستان ملي منافع یې غوښتنه کوي، هغه ته به موږ غاړه ږدو او موږ همیشه د خپل وطن د ګټو له پاره ژمن او متعهد یو».

په افغانستان کې د افغان – ترک لیسې له تیرو څه باندې شلو کلنو راهیسې د افغانستان په اوو ښارونو کابل، مزارشریف ،هرات ،کندهار، جلال آباد، خوست او شبرغان کې څانګې لري.

اوس مهال په افغانستان کې د افغان- ترک ۱۴ ښوونځي او ۳ ښوونیز مرکزونه فعال دي چې۸۰۰۰ زده کوونکي پکښې د ۱۶۵ ترکي او ۴۰۰ افغان ښوونکو له خوا روزل کیږي.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې په دې اړه تر اوسه پوري څه ويلي نه دي.

 

وحيدالله فيضي

زموږ له ارشيف څخه: