1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويسا: معصوم هوتک ته د جامع لفنون لقب ورکړل سوی وو

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۰, یکشنبه

د هيواد د پېژندل سوي څېړونکي، خوږ ژبي شاعر او مدقيق نقاد استاد محمد معصوم هوتک د ادبي خدمتونو په وياړغونډه جوړه سوه. غونډي ته په کندهارکي د اطلاعاتو او کلتور رياست لخوا سلګونه کسان رابلل سوي ول.

https://p.dw.com/p/14mhL
انځور: DW

دغه غونډه چي د پنجشنبې په ورځ په کندهار ښار کي جوړه سوې وه، د کابل او کندهار پوهنتون استادانو، ليکوالانو، شاعرانو او د استاد مينه والو د نوموړي د ادبي ژوند پر بېلابېلو اړخونو باندي خبري وکړې.

هرويناوال ښاغلى استاد معصوم هوتک په خپلو کارونو کي نه يوازي بريالى، بلکي د راتلونکو نسلونو له پاره د ادبي ژوند لاري څراغ ياد کړ. د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس عبدالقديم پتيال د ژبپوهني په اړخ کي د استاد کار او هڅي ډېري مهمي يادي کړې او زياته ئې کړه دا ډول ليکني د پښتو ژبې د بډايي کولو له پاره يوه اړتياوه:

«استاد معصوم هوتک د نومياليو محقيقينو له ډلي څخه شميرل کيږي، چي د پښتو ژبي او ادب په باب ئې تردې دمه ډېرمغتنم اثارافغاني ټولني ته وړاندي کړي دي. په ژبنيو مسائيلوکي ددوى وروستي اثار، رسالې او مقالې د ځوانو ليکوالو له پاره د يوه ځلاند مشعل په بڼه دي.»

کندهاروالي توريالي ويسا چي د ښاغلي معصوم هوتک سره د ښوونځيو په وختونو کي همدوره وو، وايي هوتک له نورو زده کوونکو څخه برعکس په ټولو مضامينوکي تکړه، د ښوونځی عمومي اول نومره او په خبره ئې چي د پښتو ژبې د تکړه ليکوال محمد انور نوميالي له خوا چي هغه مهال ددوى استاد وو د جامع الفنون لقب ورکول سوى وو:

Kulturkonferenz in Kandahar, Afghanistan April 2012
انځور: DW

«په مکتب کي يو څوک په يو يا دوه مضامينو ښه پوهيږي، يا ډير ښه په تاريخ پوهيږي، يا ډير ښه په رياضي پوهيږي خو استاد معصوم په ټول تعليمي نصاب ښه پوهيدئ، ځکه نو نوميالي صاحب دی د جامع الفنون په نامه سره ياداوه. نوموړى نه يوازي د کندهار، بلکي د ټول افغانستان له پاره د افتخار وړ دئ.»

د کندهار پوهنتون د متن څېړني استاد او د علامه رشاد اکاډمۍ مشر څېړنمل انجنير شېرشاه رشاد د خپل پلار د لسګونو ناچاپ اثارو په چاپيدو کي د استاد معصوم له ډېروکوښښونو څخه يادونه کوي.

انجنير رشاد وايي، که چيري له دوى سره د معصوم هوتک معنوي مرسته نه واى نو امکان يې درلود چي د علامه رشاد وروستي چاپ سوي اثارهمداسي ناچاپ پاته سوي واى:

«که د استاد هوتک وجود زموږ پرڅنګ نه واى موږ به خداى خبر چي د علامه رشاد بابا دا ټول ناچاپ اثارچي اوس چاپ سوي دي، موږ به نه واى توانيدلي چي د چاپ تر سرحده ئې ورسوو. نوزه په خاصه توګه د علامه رشاد اکاډمۍ په استازيتوب له دوى څخه ډېره مننه کوم.»

په غونډه کي دغه راز د کابل پوهنتون د انتروپولوجي پخواني استاد ډاکټرعبدالرازق پالوال، د کندهار پوهنتون د انسان پوهني استاد حيات الله رفيقي او يو شمير نورو قلموالو اوستادانو د معصوم هوتک پرژوند، اثارو او ادبي ستړياوو باندي هراړخيزي خبري وکړې.

Kulturkonferenz in Kandahar, Afghanistan April 2012
انځور: DW

دغونډي په وروستيوکي استاد محمدمعصوم هوتک د کندهاريو قلمي اتلانو پر تاريخي بهير بشپړي خبري وکړې. دده په قول کندهارهرمهال د توري ترڅنګ د پوهي او ادب په ډګرکي هم پياوړي ککرۍ ټولني ته وړاندي کړي دي:

«هغه مهال چي موږ ځوانان وو د نړۍ له بېلابېلوهيوادونو امريکا، مصر، عراق، د وخت شوروي اتحاد، پاکستان اوهندوستان څخه به ختيځ پېژندونکي کابل ته راغلي ول، دلته به ئې پرډول، ډول موضوعاتو بحثونه کول، کله چي به ددوى ترمنځ کومه پوښتنه پيداسوه او دا پوښتنه به د جواب له پاره مجلس ته وړاندي سوه نو د حل له پاره به ئې څلورلاسونه پورته سول، په دې څلورولاسونوکي به يولاس د حبيبي صاحب وو، بل لاس به د بېنواصاحب وو، بل لاس به د علامه رشاد وو او څلورم لاس به د ډاکټرصاحب پالوال وو.»

استاد معصوم ځوانان خپل مسئوليت ته متوجه کړل اوهيله وکړه چي ځوانان بايد خپل عظمت او رسالت د يوچا ترغوړو خبرو قربان نه کړي.

د نوموړي په خبره دا خاوره، دا خلګ او دا ادب پر ټولوحق لري او بايد دې حق ته ئې ټول متوجه سو.

استاد معصوم هوتک له نن څخه٦٥کاله وړاندي د کندهار ښارد ملا ګلداد په کوڅه کي د ښاغلي حاجي محمود هوتک په کور کي زېږېدلى دئ. ثانوي زده کړي ئې د حاجي ميرويس خان نيکه په عالي ليسه کي او د ليسانس سند ئې د کابل پوهنتون د ژبو اوادبياتو له پوهنځي څخه په لوړه درجه ترلاسه کړى دئ.

نوموړي د شعرونو ترڅنګ د معياري ژبي، د تاريخي څېړونو او متن پيژندني په برخه کي په لسونو بډاى اثار، څېړنيزي مقالې او منل سوي رسالې ليکلي دي. ښاغلى هوتک دامهال په کاناډا هيواد کي له خپلي کورنۍ سره د ژوند شپې سبا کوي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زیارمل