1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويسا: په کندهار کي عمليات به په هيڅ صورت د مارجې هغې ته ورته نه يي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۴, سه‌شنبه

د کندهار والي هلته د طالبانو د بغاوت د ټکولو دپاره د امريکا په مشرۍ د نړيوالو او ناټو ځواکونو پلان سوو عملياتو پوځي پايلي ګتوري نه ګڼي او وايي، چي که چيري خلک د هغه مخالفت وکړي، مخه به يي ونيوله سي...

https://p.dw.com/p/NDrn
په کندهار ښار کي د ناټو ځواکونه د ګزمې پر مهال
په کندهار ښار کي د ناټو ځواکونه د ګزمې پر مهالانځور: AP

د متحده ايالاتو په زر هاوو سرتيري په کندهار کي سره راټول سوي دي، ترڅو د طالبانو پر ضد په خپلو پراخو عملياتو پيل وکړي.

ويل سوي دي، چي اصلي عمليات به په راتلونکي ميلادي مياشت کي پيل سي.

امريکايي قوماندانان او افغان مشران د دغو عمليانو پر سياسي هدفونو باندي ډير ټينګار کوي، چي د افغانستان د حکومت د واکمنۍ لمن په دغه ولايت کي پراخه سي.

د سيمي چارواکي اوس په دې نظر دي، چي خصوصاً د کندهار په ښار کي دغه هدفونو ته د رسيدو لار دا نه ده چي په پراخو عملياتو لاس پوري سي.

د کندهار والي توريالي ويسا پرون يوې خبري غونډي ته وويل:

« زه بايد ووايم، چي دا پوځي عمليات نه دي. دلته پر ټانکونو، توپخانو، هوايي قواوو يا بمباريو باندي خبره نه ده. »

ويسازياته کړه:« دا عمليات په هيڅ صورت سره د هلمند د مارجي عملياتو ته ورته نه دي.»

د فيبرورۍ په مياشت کي افغان او بهرنيو ځواکونو د« مشترک» په نامه په هلمند کي پراخ پوځي عمليات پيل کړه.

د کندهار والي وويل :« څنګه چي موموافقه کړې ده او جمهور رييس کرزي لا ترمخه ويلي ول، د کندهار د خلکو د خوښۍ پرته به هيڅ ډول عمليات تر سره نه سي. »

کرزي د اپريل په مياشت کي د قومي مشرانو سره په يوه غونډه کي وويل، چي که چيري خلک دا« عمليات نه غواړي»، زه به هم د عملياتوسره « مخالفت» وکړم.

امريکايي قوماندانان وايي، چي دغه ډول يادوني ددې مانا نه لري، چي کرزی غواړي د کندهار د عملياتو مخه ونيسي، بلکي له دا ډول يادنو څخه د هغه مقصد د خلکو د ملاتړ لاس ته راوړل دي.

RTRE/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل