1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويکيليکس د کابل او واشنګتن اړيکي هم تاواني کړي دي

۱۳۸۹ آذر ۱۸, پنجشنبه

د دفاع وزيررابرت ګيتس:« زه فکر کوم چي د متحده ايالاتوښو ملګرو او دوستانو چي زه ولسمشر حامد کرزي هم د هغو په جمله کي ګنم د ويکيليکس له خوا وړاندي شوو مسايلو ته د دولتمشري د فوق العاده غوره خصوصيت سره سم ځواب ورکړي دي.»

https://p.dw.com/p/QU0e
د متحده ایالاتو د دفاع وزير رابرت ګیتس
د متحده ایالاتو د دفاع وزير رابرت ګیتسانځور: AP

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير، رابرت ګيتس، پرون وويل چي دي افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کي قانع شوي دي چي په افغانستان کي د متحده ايالاتو ستراتيژي په سم لوري روانه ده.

ګيتس دغه خبره د افغانستان ختيځ ته او دغه راز هلمند او کندهار ولايتونو ته له سفرڅخه وروسته د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره پرون په کابل کي په يو ګد مطبوعاتي کنفرانس کي ياده کړه.

په پروني خبري کنفرانس کي ژورنالستانو له ګيتس څخه د ويکيليکس په اړه هم پوښتني وکړي. هغوي د امريکا د دفاع وزير څخه د ده او حامد کرزي د ليدني د څرنګوالي په اړه په داسي حال کي وپوښتل چي د ويکيليکس په واسطه په نشر شويو ديپلوماتيک ياداشتونو کي امريکايي ديپلوماتانو حامد کرزي د يو « متزلزل» او نه «اعتماد وړ» ملګري په توګه ګڼل دي. خو ګيتس دغه ډول انګيرنه رده کړه او وويل:« زه فکر کوم چي د متحده ايالاتو ښو ملګرو او دوستانو چي زه ولسمشر حامد کرزي هم د هغو په جمله کي ګنم، د ويکيليکس له خوا وړاندي شوو مسايلو ته د دولتمشري د فوق العاده غوره خصوصيت سره سم ځواب ورکړي دي.»

د متحده ايالاتو د دفاع وزير وويل چي په هغه ليدنو کي چي ده د امريکايي ځواکونو د قوماندانو سره درلودي، دي يي دير هيله من کړ. هغه يادونه وکړه چي امريکايي قوماندانانو د کارونو د سمونوالي ډاډ ورکړي دي.

د افغانستان په ختيځ کي د امريکايي ځواکونو قوماندان، جنرال جان کمپبيل وويل که څه هم د افغانستان ختيځ يوه ډيره سخته سيمه ده خو دوي بيا هم د ياغيانو په وړاندي پرمختګونه کړي. ده وويل: « د کنړ په ولايت کي ستونزي شته خو امريکايي ځواکونو ياغيانو ته ډير تلفات رسولي. دا يوه ډيره سخته ستونزمنه سيمه ده ده، او مونږ وخت ته اړتيا لرو ترڅو ياغيان له دغي سيمي څخه وشړو.»

په هغي غونډي کي چي د کنړ په ولايت کي د امريکايي ځواکونو په يو هډي کي جوړه شوي ؤ، رابرت ګيتس، شپږ امريکايي عسکرو ته مډالونه هم ورکړل.

ګيتس د افغان ولسمشر، حامد کرزي، سره په يو ګډ خبري کنفرانس کي وويل: «کله چي زه واشنګتن ته ورسيږم، د متحده ايالاتو دولت به د افغانستان د وضعيت باندي خپله کتنه بشپړه کړي وي.»

د متحده ايالاتو د دفاع وزير زياته کړه: «زه اوس په دي خبري قانع شوي يم چي زمونږ ستراتيژي په افغانستان کي په ښه ډول مخکي په وړاندي روانه ده او هغه هدفونه چي تير کال د ولسمشر اوباما لخوا ټاکل شوي ؤ او د ناټو نورو مشرانوم په لزبن کي تاييد کړل، د لاس ته راشي.»

د ناټو په هغي غوڼډي کي چي په لزبن کي جوړه شوي وه د دغه سازمان غړو هيوادونو د افغان ولسمشر، حامد کرزي، هغه خواست چي 2014 کال پوري دي د افغانستان امنيتي چاري افغانانو ته وسپارل شي ومانه. د حامد کرزي دغه غوښتنه، افغانستان ته د بارک اوباما د نوي ستراتيژي سره سمون لري.

رويترز/ مسعود جهش

کتونکي: عبدالباري حکيم