1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويکيليکس: د گوانتانامو ډير لږ بنديان د امریکا د پاره گواښ ول

۱۳۹۰ اردیبهشت ۵, دوشنبه

د يکيليکس انترنيټپاڼه په هغو ۷۵۹ مخفي اسنادو کي چي په خپله پاڼه کي يې خپاره کړي ، راغلي چي د گوانتانامو د زندان تر نيمايي ډير بنديان د امريکا د متحده ايالاتو د وگړو دپاره هيڅ ډول گواښ نه پيښوی.

https://p.dw.com/p/113fQ
په روان وخت کي په گوانتانامو زندان کښي ۱۸۰ تنه بنديان ساتل کيږي.
په روان وخت کي په گوانتانامو زندان کښي ۱۸۰ تنه بنديان ساتل کيږي.انځور: picture alliance/dpa

په خپاره سوو اسنادو کښي راغلي چي « په گوانتانامو زندان کښي د سزا ورکولو او پوليسي مراقبت سيسټم جوړسو و، چي په هغه کي دوه شرطه ډير مهم ول: لومړی پوځي مستنطقين به د بنديانو څخه په کومه اندازه معلومات ترلاسه کوي، او دوهم داچي آيا دغه بنديان به په راتلونکي کښي کوم گواښ وي که څنگه.

په اسنادو کښي دا هم ويل سوي چي« زندان ته داسي کسان راوستل کيده چي د ډير عمر له کبله به ډير کمزوري ول، په عصبي ناروغيو اخته کسان، کوچنيان چي عمرونه به يې تر ۱۸ کالو کم ول، د مکتبونو ښوونکي او دغه راز هغه زمينداران چي د جهاد سره به يې هيڅ اړيکي نه درلو دې. خو دوی مجبوره ول چي د هغو تروريستانو په اندازه بند تير کي چي د ۲۰۰۱ ميلادي کال د سپتمبر د ۱۱ په پيښه کي شکېل ول.»

د کوانتانامو په دغه پټو اسنادو کښي چي د ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۰۹ ميلادي کال پوري يې وخت ښودل سوی راغلي چي، په زندان کښي د جزايي تعقيب داسي سيسټم جوړ سوی و چي پر بدگمانۍ او حدس وهلو باندي ولاړ و.

په اسنادو کښي راغلي چي پوځي تحقيق کونکو ته دا مهمه نه ول چي هغوی ته داسي اسناد وړاندي سي چي د سړی دي په بند کي د ډير عمر ساتلو سبب وگرځي.

په گوانتانامو زندان کي بنديان پر درو معيارونو ويشل سوی: تر ټولو خطرناک بندي د امريکا د متحده ايالاتو لپاره کواښ دی. دوهم معيار دا و چي کيدای سوای هغه گواښ پيښ کړی وای او دريم دا و چي دا غير احتمالي و چي بندي دي گواښ وای.

Guantanamo Häftlinge und Zaun
انځور: AP

په اسنادو کي راغلي چي د گوانتانامو ډيری بنديان چي پر دريم معيار يعني غير احتمالي ول چي دغه بندي دي گواښ وای برابر ول چي د ۸ څخه تر ۹ کلونو پوري په بند کي پاته سوي.

وروسته له هغه چي ۱۵۰ تنه افغان او پاکستاني بنديان بې گناه ثابت سول د ۷۸۰ تنو بنديانو څخه ۲۲۰ يې ويل کيدل چي تروريستان دي.

په پټو اسنادو کي دا هم راغلي چي په بنديانو کي ۳۸۰ تنه کښته کچه طالبان ول چي د طالبانو د حرکت ملگري ول.

په روان وخت کي په گوانتانامو زندان کښي ۱۸۰ تنه بنديان ساتل کيږي.

د ويکيليکس د بربنډونو له مخه، په گوانتانامو زندان کي امريکايي پوځي تحقيق کونکي د استنطاق پر مهال دې پايلي ته رسيدلي چي، که چيري د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادين ونيول سي، تروريستان به په اروپا کي د اټومي وسلو په چاودنو لاس پوري کړي، کومي چي هغو پټي هلته رسولي دي.

هغوی دغه راز ويلي چي تروريستانو پلان درلودی، ترڅو د امريکا د متحده ايالاتو د ټولنيزو ودانيو د ايرگنډيشن په سيسټم کي څيانيد کيميايي مواد و دوړوي. او دغه راز القاعدې نيت درلودی چي د لندن د هيترو د هوايي ډگر کارکونکي جذب کړي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم