1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وکيلان بيا هم د ريس په ټاکل کيدو کښي پاته راغلل

۱۳۸۹ بهمن ۱۹, سه‌شنبه

امان الله پيمان، مولوي شهزاده شاهد، عبدالحفيظ منصور، عبدالقيوم سجادي، کمال ناصر اصولي او منور شاه بهادري هغه شپږ تنه ول چي د ټاکنو په لومړي پړاو کي و نه توانيدل چي د بريالي توب لپاره پنځوس جمعه يو رايه خپله کړي.

https://p.dw.com/p/Qz2V
په انځور کښي د پخواني پارلمان غړي تر سترګو کيږي
په انځور کښي د پخواني پارلمان غړي تر سترګو کيږيانځور: DW

نن د دريم ځل لپاره د ولسي جرګي د رياست د څوکۍ لپاره سيالي وسوه.

د سيالۍ په لومړي پړاو کي چي مخکي له غرمي تر سره سوه شپږ تنو ځانونه د رياست څوکۍ ته ونومول.

دغه ټول نوي څيرې دي خو يو هم د پخوانيو نوماندانو په څير پياوړی نه ښکاري چي ګني د جرګي د مشرۍ لپاره دي اړيني رايي تر لاسه کړي.

د پينځمي دوري د ټاکنو په لومړي پړاو کي امان الله پيمان د ۵۴ رايو او عبدالقيوم سجادي د ۶۳ رايو په خپلولو سره و توانيدل چي دوهم پړاو ته لاره ومومي.

او پاته څلور نور کسان چي مولويي شهزاده شاهد ۴۰ رايي، عبدالحفيظ منصور: ۱۴ رايي، کمال ناصر اصولي ۳۸ رايي او منورشاه بهادري ۲۱ رايي خپلي کړي.

د رياست د څوکۍ لپاره له کندهار ولايت څخه خالد پښتون هم ځان نومولي وو خو نوموړي د رايي ګيرۍ د لومړي پړاو له پيليدو دمخه خپله استعفا وړاندي کړي.

ولسي جرګي څو ځله مخکي هم ټاکني کړي خو د پخواني مشر عبد رب الرسول سياف او د ولسي جرګې د پخواني مشر يونس قانوني په ګډون يوه نوماند هم اړيني ۵۰ + يو رايي نه دي تر لاسه کړي.

د ولسي جرګي موقت ريس د رياست څوکۍ ته د نوو شپږو څيرو له نه بريالي کيدو وروسته د شورا د اکثريت غړو په سلا مشوره پر دې پريکړه وکړه چي له غرمي وروسته يو ځل بيا د هغو دوو نوماندانو هر يوه امان الله پيمان او داکټر سجادي تر منځ سيالي وسي کومو چي په دي پړاو کي تر نورو څلورو ډيري رايي تر لاسه کړي وي.

د دوهم پړاو په ټاکنو کي ۲۳۵ تنه وکيلان سوب او ۱۴ ناسوب ول.

دا ځل د رياست د څوکۍ د تر لاسه کولو لپاره د ۱۱۸ رايو تر لاسه کول معيار وټاکل سو.

د ټاکنو د دوهمي پړاو په سر ته رسيدو سره د رايو شميرنه وسوه.

په دغه پړاو کي ښاغلي امان الله پيمان ۶۳ رايي او عبدالقيوم سجادي ۸۶ رايي تر لاسه کړي.

د ولسي جرګي موقت ريس ښاغلي عثماني دواړه کانديدان پاتي راغلي ووبلل چي په وينا يې د رياست د څوکۍ لپاره يې لازمي رايي تر لاسه نه کړې.

په تيرو نژدي دوو اوونيو کي د ولسي جرګي د رياست ټاکني پر يوي ناندريزي مسالي اوښتي دي.

ولسمشر کرزي نن يوي خبري غونډي ته وويل چي د ولسي جرګي په دننه کي بحثونو او لفظي مشاجرې د ولسواکۍ اصل دی او دا د وکيلانو کار دی چي څوک د خپل ريس په توګه ټاکي.