1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وکيلان: په شمال کي د طالبان حضور پياوړی سوی دئ

۱۳۹۱ فروردین ۲۳, چهارشنبه

د ولسي جرگې یو شمېر غړي د افغانستان په شمال کې د وسله والو طالبانو له حضور څخه اندیښمن دي. ويل کيږي چي ډيری وسله وال له نورستان ولايت څخه شمال ته تيریږي.

https://p.dw.com/p/14bda
انځور: AP

هغوی وایې د هوا په تودیدو سره گڼ وسله وال یاغیان د هيواد له بېلا بېلو سیمو څخه شمالي ولایتونو ته راغلي دي.

په تیرو څو اونیو کې په شمالي بدخشان، بغلان، او فاریاب ولایتونو کې د طالبانو له لوري پر افغان او کورنیو ځواکونو مرگوني بریدونه تر سره شول.

وکیلان خبرداری ورکوی چې که حکومت ژر تر ژره د دغو یاغیانو د ځپلو او شمالي سیموته ئې د تلولاري بندي نه سي حالات به تر دې هم پیچلي شي.

په ولسي جرگه که د بدخشان ولایت استازی بشیر احمد په شمال کې میشت امنیتي ارگانونه د زور پالو پر وړاندي په پاته راتلو تورنوي.

نوموړی وایې بدخشان ولایت ته ډیری یاغیان د نورستان ولایت څخه را اوښتي دي.

«طالبانو د تیر کال په پرتله اوس ډیره شمال ته مخه کړې ده، ځکه یو خو هلته سیمه يیزه اداره کمزورې ده او طالباب قوماندانانو له دغي کمزورتیا څخه ښه گټه پورته کړې ده»

خو په شمال کې د پولیسو د ۲۰۲ پامیر زون قومانداني بیا په دغو سیمو کې د طالبانو له مخ پر زیاتیدونکي نفوذ او حضور څخه انکار کوي.

د دغي قوماندانۍ ویاند لعل محمد احمدزی وايي چې په شمال کې د گوتو په شمیر ځیني سیمي له امنیتي پلوه ستونزي لري، دا ددې معنی نه لري چې هلته وسله وال یاغیان مرکزونه او د سوق او قوماندې برخي لري.

«موږ یو شمیر سیمي زیان منونکي لرو، خو په هغه حد کي چي خلک اندیښنه لري امنیت نه دئ خراب شوی، موږ به هڅه وکړو چې د دغو سیمو د خوندي ساتلو له پاره چاڼیزعملیات تر سره کړو».

د روان کال له پیل راهیسي د افغانستان په دوو شمالي ولایتونو بدخشان او فاریاب کې وژونکي ځانمرگي بریدونه تر سره شول. په دغو بریدونوکې گڼ افغان او بهرني سرتیري مړه او ژوبل شول. تر دغو بریدونو وروسته خلک اندیښمن شوي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل