1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وگړي: د چارواکو بې کیفایتي، ولایتونه په جګړو کې سوځوي

۱۳۹۵ مهر ۱۹, دوشنبه

د کندز، هلمند، روزګان او زابل ولایتونو ځيني اوسېدونکي وایې چې جګړې ورځ په ورځ ډېریږي او خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي. دوی پر حکومت تور لګوي، چې ډېر امنیتي چارواکي یې د شخصي او ګوندي اړیکو پر بنسټ ګومارلي دي.

https://p.dw.com/p/2R5JQ
Ein Feuer auf einem Markt in Ghazni, Afghanistan
انځور: DW

د راپورونو له مخې همدااوس د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې جګړې روانې دي، خو هلمند، کندز روزګان او فراه یې په هغو ولایتونو کې راځې چې د سقوط له ګواښ سره مخامخ دي.

د یادو ولایتونو اوسېدونکي، قومي مشران او ځيني مدني فعالان نن دوشنبې (۲۰۱۶م کال د اکتوبر ۱۰مه) په کابل کې سره راټول شوي ول او په ولايتونو کې يې د روانو جګړو په اړه سخت غبرګون وښود.

ددغو مشرانو په وینا په نظام کې دننه ځيني کړۍ شته چې خپلې ګټې په جنګ کې ويني، نو ځکه تل د سولې پر وړاندې هم خنډ ګرځي. مدنی فعال عطاالله ویسا وويل: «بې عدالتي دا ده چې په ځينو سیمو کې اوس هم واکمنانو او واکدارانو له پنځلسو کلونو راهيسي ټهکانې وهلې دي او ناست دي، د دوی د بې کفایتۍ له امله زموږ سیمې او ولسوالۍ له لاسه وځي.»

افغان حکومت هم مني چې په امنیتي بنسټونو کې ډېر چارواکي د ګوندي او شخصي اړیکو پر بنسټ ګومارل شوي دي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په کابل کې خبري غونډې ته وویل، حکوت په امنیتي سکتور کې اصلاحات راوستل غواړي، خو همدغه فاسد چارواکي یې پروړاندې خنډ دي. نوموړی وایې چې د اصلاحاتو په برخه کې د کورنیو چارو وزارت ته جدي امر شوی:

«کورنیو چارو وزارت ته په ټینګار سره لارښونه وشوه، چې په دغه وزارت کې د اصلاحاتو پروسه چې پيل شوې په ځانګړې توګه د سیمه ییزو پولیسو په برخه کې ډير ژر بشپړه کړي او د څرنګوالي په اړه یې اعلی سرقوماندانۍ ته معلومات ورکړي، چې په دې سره کورنیو چارو وزارت کې لازم اصلاحات راشي.»

مدني بنسټونه وایې چې په جنګځپلو ولایتونو کې خلک ډېرسخت زیانمن شوي او په ځانګړې توګه کندز ولایت کې د یوې ډوډی بیه تر ۱۰۰ افغانیو رسېدلې ده.

هغوی له حکومت، نړېوالي ټولني او مدنې فعالانو څخه غوښتنه کوي چې له بې ځایه شویو او جنګ ځپلو افغانانو سره مرستې وکړي.

د صالحې په نوم د یوه ټولنیز بنسټ مشر عبدالواسع صالحي وایې، په کندز، هلمند، روزګان، فراه او زابل ولایتونو کې د جګړو پراخېدو ترټولو ستر لامل د دولت او عام ولس ترمنځ نه همغږي ده.

د صالحي په وینا په یادو ولایتونو کې جګړو خلک ان د ژوندانه له لومړنیو اسانتیاوو هم بې برخې کړي دي.

سره له دې چې په کندز، هلمند، روزګان او فراه ولایتونو کې د جګړو له امله د بې ځایه شویو وګړو کره شمېر په لاس کې نشته خو ویل کیږي په زرونو کسان بې ځایه شوي دي.

ددغو ولایتونو اوسېدونکي او مدني فعالان خبرداری ورکوي چې که ژوند ته یې پاملرنه ونه شي نو د یوه بشري ناورین رامنځته کېدو ویره ده.

افغان حکومت وایې چې په جنګ ځپلو ولایتونو کې یې بې ځایه شویو او زیانمنو شویو وګړو ته ۷۰ مېلیونه افغانۍ ځانګړي کړي دي.