1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ویره او تشويش څه شی دی؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۰, سه‌شنبه

د روغتیا نړیوالې ادارې په حواله په انسانانو کې په مخ پر ډیریدونکي ډول د اضطراب، ذهني پریشانې او ویرې وضعیت د انديښنې وړ دی. په ۲۰۱۵م کال کې د بشپړې شوې یوې سروی له مخې په نړۍ کې د داسې کسانو شمیر تر ۲۶۴ میلیونو زیات دی.

https://p.dw.com/p/3Hhlo
Frau hat Kopfschmerzen
انځور: picture-alliance/dpa/C. Klose

د پریشانۍ کیفیت تر یوې اندازې نورمال ګڼل کیدای شي او د نارمل والي وجه دا ده چې له امله یي ډیر کسان د خطر له کیفیت څخه خوندي پاتېدای شي. د ذهني پریشانۍ کیفیت تر یوې اندازې لږ څه پرمختللی هم وي، او دا هغه وخت وي کله چې هیڅ خطر هم موجود نه وي، خو یو شخص پریشانه او وارخطا وي.

یو شمیر کارپوهان په دې نظر دي چې د ذهني پریشانۍ کیفیت بی له کوم حقیقي خطر څخه رامنځته کیږي، خو هغه بیا په ذهني پریشانۍ اخته کس ته یو حقیقت معلوميږي.

ذهني اضطراب مختلف شکلونه لري چې سړی کولی شي په دې هکله د جنون او ویرې مثالونه وړاندې کړي. د جنون کیفیت په اویلو کې سپک، خو وروسته بیا زیاتیږي. بل لور ته په ځانګړي توګه ویره، د ذهني پریشانۍ عمومي کیفیت ګڼل کیږي، ځکه پر دې اخته کس فکر کوي چې هرو مرو یو څه موجود دي.

داسې کسان له مختلفو حشراتو او نورو شیانو ویريږي چې د داسې کسانو شمیر ډیر لوړ دی. داسې کسان په پرله پسې ډول د عصبي فشار سره مخامخ کیږي او دا د هغه له پاره په معمول بدلیږي.

دا هم یو حقیقت چې پر ذهني پریشانۍ اخته کسان په دې هڅه کې وي چې څنګه کولی شي پر خپل تکلیف کنترول حاصل کړي، خو دوی هر وخت له یوه ځورونکي وضعیت سره مخامخ کیږي.

ډیري وختونه دا کیفیت په تنکي ځوانانو کې پیدا کیږي. د داسې کسانو په هکله یوه مهمه خبره دا ده چې دوی د ذهني پریشانۍ پر مهال ډیري وختونه داسې عادتونه خپلوي، له کوم سره چې دوی وکولی شي د ویرې له امله پيدا شوي فکرونه پټ کړي.

داسې نه کیږي چې په ذهني پریشانۍ د اخته کس ویره یا وضعیت دومره خراب شي چې هغه ته کوم مشکل پيښ کړي. د نارينه وو په پرتله دوه برابره ډیري ښځې له دې مشکل سره مخامخ کیږي. 

یو شمیر خلکو ته عصبي فشار او ذهني پریشاني له مور پلار څخه په ارثي توګه رسیږي. ځيني نور بیا د کومې حادثې یا د خراب چاپیریال د اغیزو له امله له داسې وضعیت سره مخامخ کیږي.

ستړتیا، غیر منظم او خراب خوب، او د هاضمې سیستم خرابوالی د ذهني پریشانۍ مهم علایم دي.

داسې کسان چې احساس کوي لږ تر لږه تر شپږو میاشتې پورې له داسې فکرونو او ویرې له دایرې څخه نه شي وتلی، باید یوه پوه داکتر ته مراجعه وکړي. سربیره پر دې په خپل ورځني معمول کې لږ څه بدلون هم په دې برخه کې مثبت رول لوبولی شي.

Qureshi/ Wagner, Anna-Henrike Sophia/ ش. ن/ ن. ز