1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ویرونکی اسلامپاله ترهگري

آژانسونه : شمس الرحمان ناصر۱۳۹۴ تیر ۶, شنبه

د جمعې یوه ډیره دردونکي ورځ وه. په دغه ورځ افراطي اسلامپالو په ډیرو هیوادونو کې بریدونه ترسره کړل. تونس، کویت او سومالیا کې تر ۵۰ ډیر انسانان ووژل شول. په تونس کې په وژل شوو کسانو کې آلمانان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/1FoHK
انځور: Getty Images/AFP/Y. Al-Zayat

د قتل عام تر ټولو لویه صحنه په تونس کې رامنځته شوه. په دې ځای کې ترهگر له یوه نوي تکتیک څخه کار اخیستې وو. هغه خپله وسله په خپلې چترۍ کې پټ کړی وه. برید کونکی په دغه هیواد کې د سیلانیانو په زړه پوري ساحلي ښار« سوسه» کې «امپیریل مرحبا» هوټل ته ورننوت او په خپل کلاشنکوف یې د هوټل پر میلمنو بې رحمانه ډزی پيل کړې.

په دغه پيښه کې د وژل شوو کسانو په هکله تر اوسه پورې دقیقې شمیرې نه دي ورکړل شوې. خو د ډیر شمیر خبري سرچینو د ورته رپوټونو په حواله په دغه برید کې ۳۷ تنه بهرني سیلانیان وژل شوې دي. د تونس د خپرې آژانسونو په حواله د قربانیانو شمیر۲۸ تنو ته رسیږي.

په وژل شوو کې آلمانان هم شامل دي
د تونس حکومت له خوا د ورکړل شوو رسمي شمیرو له مخې د وژل شوو کسانو اکثره یې د بریتانیې تابعت درلودونکي دي. د تونس لومړي وزیر حبیب الصید د شنبې په سحر وویل چې په وژل شوو کسانو کې آلمانان او د بلجیم اتباع هم شامل دي.

په همدې منځ کې د(IS) «اسلامي دولت» افراطې ډلې د تونس په هوټل کې د برید مسئولیت پر غاړی اخیستې دی. د دغې ډلې له خوا په تویټر کې د خپاره شوې یو پيغام پر بنسټ د« خلافت یو عسکر» دغه هوټل ته ننوتلی دی او دغه برید یې ترسره کړی.

د ترهگرۍ یو وحشیانه عمل
د تونس برید د آلمان د صدراعظمې انگلا مرکل له پاره یو شوک وو او هغه یې یو وحشیانه ترهگریز عمل بللې. همدارنگه د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاین مایر د دغه برید د غندلو تر څنگ دا یو«بزدلانه عمل» بللې. د دغه هیواد ولسمشر یوآخیم گاوک هم په خپل وار سره د تونس ولسمشر باجي قائد السبسي ته د غمرازۍ پيغام او تسلیت وړاندی کړی دی.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د بحران کمیټه جوړه کړي ده او د 030-5000-3000 یوه عاجله شمیره یې هم فعاله کړی ده. تر دغه برید ورسته هسپانیې او ایټالیې هم احضارات اعلان کړي دي.

د TUI په نامه د سفري نمائندگۍ د تصدۍ یوه ویاند ویلي دي چې په اوس وخت کې ۳۸۰۰ آلماني سیلانیان په تونس کې دي. د آلمان د سفري تمائندگیو اتحادیې د معلوماتو پر بنسټ هر کال ۴۰۰۰۰۰ آلمانان د شمالي افریقا هیوادونو ته د رخصتۍ تیرولو، سیل او تفریح له پاره ورځي.

تونس د شمالي افریقا یوازنې هیواد دې چې د ۲۰۱۱ کال تر عربي پسرلي وروسته په کښې په سوله ییزه توگه دیموکراسي بریالۍ شوې ده.