1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«المان د امنیت شورا دایمي غړیتوب ته چمتو دئ»

۱۳۹۱ مهر ۸, شنبه

د المان د بهرنیو چارو وزیر، د ملګرو ملتونو عمومي غونډي ته په وینا کي وویل چې هیواد ئې په امنیت شورا کې دایمي څوکۍ لرلو ته چمتو دئ. سوریه، ایران او د یورو کړکیچ د هغه د خبرو نوري برخې وي.

https://p.dw.com/p/16HO5
انځور: Reuters

د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کې به د المان غیر دایمي غړیتوب د روان کال له ختمیدو سره پای ته ورسیږي. له همدې کبله د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله، د ملگرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې وویل، چې دغه غونډه دې د امنیت په شورا کې المان ته د دایمي څوکۍ د ورکولو په اړه فکر وکړي.

ویسترویله د جمعې په ورځ په نیویارک کې وویل: «موږ د لا ډیر مسئولیت پر غاړه اخیستو ته چمتو یو.» هغه زیاته کړه چې د امنیت شورا باید داسې وي چې د اوسنۍ نړۍ استازیتوب په ښه توگه وکړای شي.»

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړي لري چې پنځه ئې دایمي او لس ئې دوره يي غیر دایمې غړي دي. امریکا، چین، روسیه، فرانسه او بریتانیا د امنیت د شورا دایمې غړي دي چې د ویتو حق لري. د امنیت شورا د نړیوالې سولې له پاره کار کوي چې دایمي غړي ئې په ۱۹۴۶ کال کې د دوهمې نړیوالې جگړې تر پای ته رسیدو وروسته وټاکل شول.

المان اوس د امنیت د شورا دوره يي مشري پرغاړه لري او غواړي چې د دې شورا دایمي غړیتوب تر لاسه کړي.

سوریه او ایران د ویسترویله د خبرو بله مهمه برخه

د المان د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د امنیت پر شورا هم نیوکه وکړه چې د سوریې په اړه یوې پریکړي ته لا تر اوسه پورې نه ده رسیدلې. تر اوسه پوري چین او روسیې په منیت شورا کې د سوریې په اړه د درو پریکړه لیکونو مخه نیولې ده.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیمین نتانیاهو،
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیمین نتانیاهوانځور: Getty Images

ویستر ویله زیاته کړه چې د امنیت شورا د سوریې د خلکو د غوښتونو په پوره کولو کې پاته راغلې ده او له غربي هیوادونو څخه ئې وغوښتل چې د سوریې شخړې ته ديپلوماتیکه حل لاره پیدا کړي.

د المان د بهرنیو چارو وزیر ویستر ویله، پر ایران باندې نیوکه وکړه او ویویل چې دغه هیواد باید نړیوالې ټولنې ته ثابته کړي چې اتومي پروگرام ئې سوله ییز دئ.

اسرائیل او یو شمیر نور غربي هیوادونه په دې باور دي چې ایران غواړي اتومي وسلې جوړي کړي. تر ویستر ویله دمخه د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، وويل چې د ایران د یورانیمو پر غني کولو باندي بايد یوه سره کرښه کش شي.

ویسترویله د یورو د کړکیچ په اړه هم خبرې وکړي او ویویل چې د دې کړکیچ تر پای ته رسیدو وروسته به اروپا تر پخوا لا ډیره پیاوړې وي.

مسعود جهش (د فرانس خبري آژانس، د آلمان خبري آژانس)
کتونکی: سید ریاض