1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ویستر ویله منځني ختیځ ته په سفر روانیږي

۱۳۹۱ خرداد ۱۴, یکشنبه

د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله، د دوشنبې په ورځ له برلین څخه د منځني ختیځ په سفر روانیږي، چې د سیمې له هیوادونو سره د سوریې د روان کړکیچ په هکله خبرې وکړي. (آرشیف انځور)

https://p.dw.com/p/157Fb
انځور: Reuters

ویسترویله په سوریه کې د جګړې د لمن د پراخیدو خبرداری ورکړ. خو هغه په سوریه کې د یوې نړیوالې پوځي مداخلې مخالف دئ. هغه به په لومړي سر کې قطر او بیا به متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي. له هغې وروسته به ویسترویله، په ترکیې او لبنان کې د ترور ضد یو کنفرانس کې ګډون وکړي.

د المان د «بیلد ام زونتاګ» نومې ورځپاڼې سره په مرکه کې ویستر ویله، وویل چې هغه به د « سیمي له مشرانو سره په دې هکله وغږیږي چې په سوریه کې څرنګه روانو زور زیاتیو ته خاتمه ورکړای شي.»

خو منځنی ختیځ ته له سفر څخه مخکې هغه په برلین کې د فرانسې د بهرنیو چارو له نوي وزیر لارنت فابیو، سره ویني. په دغه لیدنه کتنه کې هم د سوریې لانجه د خبرو اترو په اجندا کې ځای لري. خو ویسترویله د فرانسې د حکومت په خلاف په سوریه کې پوځي مداخله په اوسني وخت کې د حل لاره نه ګڼي.

هغه وویل: «په سوریه کې د کړکیچن او خطر لرونکي وضعیت په پام کې نیولو سره، پوځي مداخله د دې پر ځای چې دغه شخړه ژر تر ژره هواره کړي، ښایی وضعیت نور هم کړکیچن کړي.»

په عینی وخت کې د سوریی ولسمشر بشار الاسد دسوریې نوی پارلمان نن پرانیست او وې ویل چې هغه به وروسته له دې هم د حکومت د مخالف غورځنګ پر ضد له قوې څخه کار واخلي. هغه بهرني قوتونه په سوریه کې په لاس وهنو ګرم وګڼل:

«موږ له سیاسي ستونزو سره مخامخ نه یو، که چیرې خبره په سیاسي ګوند پورې وای، نو یو سیاسي پروګرام به هغوی وړاندې کړای وای. خو موږ دلته د هغو کسانو سره مخامخ یو چې غواړي دا هیواد سره ټوټې کړي او تروریزم د هغوی وسیله ده.»

د سوریې په کړکیچ کې د ملګرو ملتونو پلان هم له ناکامې سره مخامخ دئ

عربان د ملګروملتونو د ځانګړي استازي کوفې عنان د ماموریت څخه ناخوښ دي او د ملکې خلکو د ژوند د ژغورلو له پاره د اغیزمنو تدابیرو غوښتنه کوي.

سربیره پر دې عربي اتحاديي په دوحه کې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې له عربي سټلایټ څخه غوښتي دي چې په عربي هیوادونو کې دې د سوريي د دولتي تلویزون د پروګرامونو د خپریدو مخه ونیسي.

عربي اتحاديي په سیمه کې د دوو لویو سټلایټونو له مسئولینو څخه غوښتنه کړې ده چې د سوريي د تلویزونۍ خپرونو د نشریدو څخه مخنیوې وکړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض