1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ویلساک: امریکا به له سختې وچکالې سره مخ سي

۱۳۹۱ تیر ۲۹, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/15atS

د امریکا د متحده ایالاتو د کرهڼې د وزیر تام ویلساک، په حواله په امریکا کې به داسي وچکالي راسي چې د ۲۵ کلونو راهیسي به ساری ونه لري. ده دغه خبره د جمهور رئیس بارک اوباما سره تر لیدنې کتنې وروسته وکړه. ده زیاته کړه چې تر ټولو سخته وچکالي به په هغه سیمه کې رامنځته سي چې تر ټولو زیات غلې دانې پکښي کرل کیږي. د وروستیو وچکالیو له امله په متحده ایالاتو کې د غلو دانو بیه ډېره لوړه سوې ده. خو دا چې د هغو بیه به سږ کال څنګه وي په دې اړه ویلساک څه نه دي ویلي.