1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ویله په اروپایي ټولنه کې د صربستان د غړیتوب له پاره امیدواري لري

۱۳۹۰ اسفند ۵, جمعه
https://p.dw.com/p/149Qu

که څه هم په اروپایي ټولنه کې د صربستان د شاملېدو له پاره ټول شرایط نه دي پوره سوي، خو د دې سربیره به هم دغه هیواد په راتلونکي اونۍ کې په اروپایي ټولنه کې د غړیتوب له پاره کاندید سي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله په بلګراد کې د خپل صربي همتا فوک جریمیچ، سره تر لیدنی کتنی وروسته وویل چې هدف ته د رسېدو له پاره فقط وروستي پړاوونه لا پاته دي. ده زیاته کړه چی صربستان د کوزوو سره خپلې اړیکي ښې کړي دي. همدرانګه د دغه هیواد په سیاسی او اقتصادی ډګر کې هم اصلاحات رامنځته سوي دي.

د اروپایی ټولنۍ خارجه وزیران غواړي چې د راتلونکي سه شنبې په ورځ په اروپایي ټولنه کې د صربستان د غړیتوب په هکله سره خبري اتري وکړي.