1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ویټنام: سیلابونو په لسونو کسان وژلي

۱۳۹۶ مهر ۲۱, جمعه

د ویټنام په شمالي او مرکزي برخو کې سختو سیلابونو او د ځمکې ښویدو پیښو لږ تر لږه ۵۴ کسان وژلي دي. دا په تیرو څو کلونو کې تر ټولو سخت طبیعي ناورين دی. په دې هیواد کې د نورو بارونو او توپان تمه هم کیږي.

https://p.dw.com/p/2lljx
Vietnam Überschwemmungen
انځور: Getty Images/AFP/Vietnam News Agengy

چارواکو د جمعې په ورڅ وویل چې په ويټنام کې د سختو سیلابونو تلفات ۵۴ تنو ته لوړ شوي دي. زیاته شوې ده چې له دې کبله تر۳۰ زیات نور کسان ټپیان هم دي.

اوس هم نزدې ۳۹ کسان نادرکه دي. په ويټنام کې د اوونۍ له پیل راهیسې بارانونه اوري. چارواکي ویره لرلي چې د مرګ ژوبلې شمېر به تر دې هم لوړ شي.

د ژغورنې عملیات په واټونو کې د اوبو د شتون او د پلونو د ویجاړیدو له کبله ورو روان دي. د ویتنام د بیړنیو حالاتو ادارې ویلي دي چې د بارانونو له کبله تر۳۰۰ ډیر کورونه نړیدلي او ۳۴۰۰۰ نورو کورونو ته زیان رسیدلی دی.

پلازمینې هونای ته نزدې، د یوه سیند د محافظتي دیوال د نړیدو له کبله نزدې پرتې زراعتي ځمکې زیانمنې شوې دي. ۶۳ کلن بزګر نګو ون تنا، دولتي تلویزیون و.ان. اکسپرس، ته ویلي دي: «زموږ ټول کلي خپل کبان او ترکاري په اوبو کې له لاسه ورکړل.»

اټکل کیږي چې ۴۸۰ زره هکټاره زراعتي ځمکه دې هم ویجاړه شوې وي. د لومړي وزیر مرستیال ترین دینا دونګ، د پنجشنبې په ورځ د دولتي تلویزیون له لاري وویل: «خلک باید له خطرناکو سیمو وایستل شي. خلک او د هغوی شتمنۍ باید خوندي شي.»

په ویتنام کې وخت نا وخت توپانونه او سیلابونه راځي. تیرکال کې هم له دې کبله په دې هیواد کې ۲۰۰ کسان ووژل شول. اوس هم یو بل سمندري توپان د ويټنام پر لور روان دی چې کیدای شي په راتلونکو ورځو کې د لا ډیرو بارانونو لامل شي.