1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ویکیلیکس: په فرانکفورت کې د CIA یوې اډې فعالیت کاوه

۱۳۹۵ اسفند ۱۸, چهارشنبه

د ویکیلیکس له خوا نوي بربنډ شوي اسناد ښيي چې د CIA غړو په آلمان کې له بدلو نومونو او دیپلوماتیکو پاسپورتونو سر فعالیت کاوه. د دغو اسنادو له مخې په فرانکفورت کې د CIA په دې اډه کې د هک کولو پروګرامونه جوړیدل.

https://p.dw.com/p/2YoVs
US-Generalkonsulat in Frankfurt am Main
انځور: picture-alliance/dpa/F.v. Erichsen

د ویکیلیکس بربنډونکې انترنتې پاڼې د سه شنبې په ورځ د CIA ځینې اسناد خپاره کړل چې پکښې ادعا شوې چې د دې سازمان د هکولو لارو چارو جزئیات راغلي دي.

دې پاڼې ۸۷۶۱ سندونه خپاره کړي دي چې د هغو وایرسونو او پروګرامونو جزئیات پکښې راغلي دي چې د معلوماتو ټولولو او انترنیتي بریدونو له پاره کارول کیدای شي. په اسنادو کې دا هم راغلي دي چې د CIA غړو د فرانکفورت په ښار کې یوه اډه لرله چې ورڅه یې په اروپا، چین او منځني ختیځ کې د انترنتي بریدونو په موخه کار اخیسته.

د فرانکفورت اډه

ویکیلیکس ویلي دي چې دغي ډلې په فرانکفورت کې د امریکا متحدو ایالاتو په جنرال کونسلګري دفتر کې «تورجان» او نور کمپیوتري وایروسونه جوړول چې هدف یې اروپا، منځنی ختیځ او افریقا وه.

په اسنادو کې راغلي دي چې د امریکا د مرکزي استخبارتي سازمان یا CIA غړو په دې ودانۍ کې له بدلو نومونو سره کار کاوه او ورته په آلمان کې د ژوند کولو په اړه مشورې ورکول شوې. هغوی ته ویل شوي وو: «په خپلې خونه کې هیڅ برقي او یا حساس شی یوازي مه پریږدئ.»

ویل شوي دي چې دغو کسانو ته دیپلوماتیکو پاسپورتونه او د بهرنیو چارو وزارت بدل نومونه ورکړل شوي وو. هغوی خپلو کارکوونکو ته په دې اډه کې چې څرنګه آلمان ته داخل شي هم مشورې ورکړې وې. د ویکیلیکس انترنتي پاڼې په دې اړه د خپل تویتر پاڼې له لارې یو سند هم خپور کړی دی.

آلمان په ۲۰۱۳م کال کې د دې خبر تر خپریدو وروسته چې د امریکا د ملي امنیت ادارې یا NSA د صدراعظمې میرکل تلیفوني خبري اوریدلې وې، په فرانکفورت کې د امریکا د کونسلګري په اړه څیړنې هم وکړې. آلمانۍ ورځپاڼې «زود دویچه څایتونګ» ویلي دي چې باور په دې وو چې د کونسلګرۍ په ودانۍ کې د امریکا د بیلابیلو استخباراتي سازمونو غړو کار کاوه. ورځپاڼي ویلي چې امریکایانو همداراز په فرانکفورت کې د نورو وړو اډو او په نوم شرکتونو یو قوي شبکه هم رامنځ ته کړې وه.

یو شمیر کارپوهانو ویلي دي چې دغه اسناد ښايي ریښتنې وي خو د CIA چارواکو بیا روښانه کړې ده چې د دغه شان اسنادو د اصلیت په اړه نظر نه ورکوي.

په خپرو شویو اسنادو کې ادعا شوې ده چې CIA کولای شوی چې یو شمیر سمسونګ تلویزیونونه چې کمې لرې له لرې لارې فعاله کړې او بیا له لارې ویدیو او غږ واوري.

په اسنادو کې دا هم راغلي دي چې که د CIA د یو کس تلیفون هک کړی وای نو بیا کولای شي چې د هغه پټ پیغامونه هم وګوري. پر دې سربیره راغلي دي چې CIA کولای شوای د هغو پروګرامونو په مرسته چې له نورو هیوادونو یې غلا کړي وو، د بل هیواد په نوم انترنتي بریدونه په لاره واچوي.