1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وېسټروېله:د يمن کورنۍ جگړه به خطرناکه وي

۱۳۹۰ خرداد ۱۴, شنبه

وېسټروېله په خپلو خبرو کي يو ځل بیا د يمن پر ولسمشر علي عبدالله صالح ږغ وکړی چي و واک سپارنې و تنظيم سوي پروسې ته غاړه کښيږدي او په خپل هيواد کي ولسي کسانو د ژوند د ژغورنې غم وخوري.

https://p.dw.com/p/11UJY
گيډو وېسټروېله
گيډو وېسټروېلهانځور: DW-TV

د المان د بهرنيو چارو وزير گيډو وېسټروېله د وېټنام په خپل سفر کي لا د يمن د ستونزې څخه فارغه نه سو پاته. هغه دې ته مجبوره سو چي په يمن کي د خطرناکه وضعې له وجې په صنعا کي خپل سفارت وتړي. په يمن کي د الماني سفارت هغه وروستي پاته کارکوؤنکي هم اوس بېرته المان ته وربلل سوي دي.

په يمن کي د امنيتي وضعې د لا کړکېچنېدلو وروسته د المان د بهرنيو چارو وزارت پر ټولو المانانو ږغ کړی دی چي د امکان تر پولې په سمدلاسه توگه سره د يمن څخه ووزي. د المان د بهرنيو چارو وزير گيډو ويسټروېله د وېټنام خپل سفر په وخت په يمن کي د کورنۍ جگړې څخه خبرداری ورکړی:

« ناآرامه او په کورنۍ جگړه کي گير هيوادونه لکه يمن همېشه د دغه خطر سره مخامخ وي په بعضو سيمو کي يې نړۍ وال ترهگر د ځان لپاره ځالې لټوي. تر څو د دغو ځالو څخه خپل ترهگر اعمال تر سره کړي.»

وېسټروېله په خپلو خبرو کي يو ځل بیا د يمن پر ولسمشر علي عبدالله صالح ږغ وکړی چي و واک سپارنې و تنظيم سوي پروسې ته غاړه کښيږدي او په خپل هيواد کي ولسي کسانو د ژوند د ژغورنې غم وخوري. وېسټروېله زياته کړه چي صالح تر اوسه پوري و دغو غوښتنو ته ځواب ندی ورکړی:

« دا په څو څو ځله رابرسېره سوې ده چي يو څوک چي د خپلې چوکۍ سره داسي مښتی وي په خپل هيواد کي تر سولې او مساواتو يط خپل واک زيات خوښ وي. د خليجي هيوادونو له لوري بعضي پولونه جوړ کړل سوي دي او زه پر ولسمشر صالح ږغ کوم چي د دغو پولونو څخه کار واخلي.»

وېسټروېله وويل چي د المان حکومت د هر ډول تاوتريخوالي څخه کرکه کوي او په سخته يې غندي. نوموړي زياته کړل چي په يمن کي د بشري حقونو تر پښو لاندې کېدنه د زغم وړ نده. ده وويل چي د ټولې سيمي وضعه اوس د اندېښنې وړ ده:

« يوازي د ليبيا پوځي کړکېچ ندی بلکه د سوريې وضعه هم د زښتې اندېښنې وړ ده. دا چي په يمن کي اوس د کورنۍ جگړې گواښ رامنځ ته سوی دی نو دغه نه يوازي دا چي د سيمي بلکه زموږ د امنيت سره هم يوه تړلې موضوع ده. هغه له دې وجې ولي چي پوښتنه رامنځ ته کيږي چي ايا القايده به په يمن کي د خونديو ځالو په موندلو او د هغه ځای څخه و اروپا ته هم د خپلو تره گرو اعمالو په رسولو کي بريالۍ سي او که څنگه.»

فرانک ايوبرباخ/ هانوی/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: عبدالباري حکيم