1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ياغيانو د عراق په شمال کي نور هم پرمختگ کړی

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۲۱, چهارشنبه

د موصل او نينوی ولايت په فتح کولو سره عراقي ياغيانو د دغه هيواد حکومت ته سخته ماته ورکړې ده. اوس ياغيانو د صلاح الدين ولايت يو شمېر سيمي هم فتح کړي دي.

https://p.dw.com/p/1CGKG
انځور: Safin Hamed/AFP/Getty Images

د «عراق او شام اسلامي دولت» په نامه د وسله والي ډلي جنگيالي په عراق کي د پرمختگ په حال کي دي. د سه شنبې په ورځ ناوخته ماښام يوه بريد جنرال او د ځايي حکومت يوه استازي ويلي دي چي ياغيانو د صلاح الدين ولايت د سنېجه او سليمان بيک سيمي نيولي دي.

د «عراق او شام اسلامي دولت» په نوم وسله والي ډلي د سه شنبې په ورځ تر څلور ورځنۍ جگړې وروسته د عراق دوهم ستر ښار موصل او دغه راز په نينوی ولايت پور ټولي اړوندي سيمي په خپل کنترول کي راوستې.

د سوماريا نيوز انترنيټي پاڼي د راپور له مخي ياغيانو د موصل ښار د نيولو پرمهال پر زندان باندي په يرغل کي نزدې ۱۴۰۰ کسان بنديان هم آزاد کړي دي. پر دې سربيره هغو پر هوايي ډگر او څو دولتي ودانيو سربيره د دوو تلويزيوني شبکو کنترول هم پخپل لاس کي اخيستی دی.

د راپورونو له مخي، له هغه وروسته چي حکومتي ځواکونو ماته وخوړه او له ښار څخه تر وتلو دمخه يې خپلو ټولو مهماتو ته اور واچاوه، په زرونو خلکو له ښاره څخه په وتلو پيل وکړ د کردانو گاونډيو سيمو ته يې مخه کړه. د څارونکو د اټکلونو له مخي په موصل کي د عراق او شام د اسلامي دولت ډلي شاوخوا ۳۰۰۰ جنگيالي فعاليت کوي.

22.07.2013 DW Karussel Karte Irak Mosul deu

د عراق په شمال کي دغه دوه ميليوني ښار د حمل و نقل له اړخه ډېر مهم دی. په دغه ښار کي پر سني عربانو او کردانو سر بيره، آشوري مسيحيان او ترکمنان ژوند کوي. د دغي سيمي د نفتو حوزې په عراق کي ډيري مشهوري دي.

د عراق پوليسو ويلي دي چي د کرکوک ځني سرحدي سيمي هم د ياغيانو لاس ته ورغلي دي. ويل کيږي چي په دغو سيمو کي هم دولتي ځواکونه بې له مقاومته پرشا سوي دي.

په فلوجه کي ټينگ سنگر

دا لومړی وار دی چي ياغيانو په عراق کي يو بشپړ ولايت په خپل کنترول کي راوستی دی. د روان کال له جنورۍ مياشتي راهيسي د عراق او شمال اسلامي دولت په نوم ډلي ياغيان پر فلوجې او د انبار ولايت پر ځينو برخو باندي کنترول لري. په دغو سيمو کي دوی اوس هم هر وخت له حکومتي ځواکونو سره په سختو وسله والو نښتو کي ښکېل وي.

د عراق اوشام اسلامي دولت په نوم ډلي نه يوازي په عراق بلکي په تيرو اوونيو کي په سوريه کي هم له نورو ياغي ډلو سره په جگړه کي يو شمېر سيمي نيولي دي.

د موصل تر فتح وروسته امریکا متحده ايالاتو ويلي دي چي د عراق له حکومت سره به د افراطيانو پرضد مبارزه کي مرسته وکړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندي جان ساکي ويلي دي چي د عراق او شام اسلامي دولت ډله نه يوازي د عراق، بلکي د سيمه له پاره يو خطر دی.

هغې ويلي دي چي واشنگټن به «يرغل ته د جواب ورکولو» سخت ملاتړ وکړي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون هم د موصل ښار نيول غندلي دي. هغه د عراق پر سياستوالو باندي ږغ کړی دی چي گواښ ته په گډه جواب ووايي.