1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ياغيانو د مرکزي افريقا د جمهوريت پلازمېنه ونيوله

اژانسونه، نسيم صابر۱۳۹۲ فروردین ۵, دوشنبه

د ملګرو ملتونو سرمنشي د مرکزي افريقا په جمهوريت کې «غيرقانوني واک نيونه» غندلې ده. فرانسې د خپلو ګټو د ساتلو په موخه ځواکونه وراستولي دي، په داسې حال کې چې ياغيانو د هېواد پلازمېنه نيولې ده.

https://p.dw.com/p/183Y8
انځور: AFP/Getty Images

ياغيانو د مرکزي افريقا په جمهوريت کې، چې ۴،۵ مليونه اوسېدونکي لري، سيند ته پرته پلازمېنه، بانګوي، د يکشنبې ورځې په جګړو کې نيولې ده او ولسمشر فرانسوا بوزيزې يې تېښتې ته اړ کړی دی. نوموړی ګاونډي د کانګو دموکرات جمهوريت ته تښتېدلی دی.

«سرمنشي د بشري حقونو څخه د سرغړونو د راپورونو له کبله ډېر اندېښمن دی»، دغه خبره د بانکي مون له خوا د ملګرو ملتونو په يوه خبرپاڼه کې راغلې ده او زياته شوې: «دی ټينګار کوي چې هغه خلک چې د دغو سرغړونو پړه لري، به مسووليت هم پر غاړه اخلي.»

وسله والې ډلې چې ډېر وخت يې د بوزيزې مخالفت کړی و، په دسمبر کې سره راټولې شوې او د هېواد په شمال کې يې د ښارګوټو نيولو ته مخه کړه. په جنورۍ کې د سولې يو تړون رامنځ ته شو، خو د ياغيانو اييتلاف چې د «سېلېکا» په نوم شهرت لري، د پنج شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د مارچ ۲۱ نېټه) جګړو ته دوام ورکړ. د فرانسې په دغه پخوانۍ مستعمره کې هغوی د پلازمېنې بانګوي په لور وخوځېدل او بوزيزې يې په دې تور، چې تړون يې مات کړی و، وشاړه. د هغوی په خبره بوزيزې هڅه کړې وه، چې مخالف جنګيالي د هېواد په اردو کې جذب کړي. ياغيانو پلازمېنه ونيوله، خو هغوی ژمنه کړې ده چې د تړون يوه برخه به مراعاتوي چې له مخې يې د درو کلونو په ترڅ کې انتخابات تر سره کيږي.

«ياغيان دغه ښار په کنترول کې لري،» دغه خبره د ولسمشر وياند ګاستون ماکوزنګبه وکړه او زياته يې کړه: «زه هيله لرم چې غچ به وانه خيستل شي.»

خراب بشري وضعيت

«سرمنشي د افريقا په مرکزي جمهوريت کې د آرامۍ او د قانون حاکميت ته د احترام غوښتونکی دی،» دغسې په خبرپاڼه کې راغلي دي. «دی په هېواد کې د خرابې بشري وضعې له کبله اندېښمن دی ځکه چې د راپورونو له مخې په پلازمېنه، بانګوي، کې لوټماري جريان لري چې د ملګرو ملتونو ملکيت هم ورڅخه اغېزمن شوی دی.»

عيني شاهدانو په بانګوي کې د چاودنو څخه خبرې کولې او د ياغيانو يوه قوماندان د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي چې د ولسمشر ماڼۍ ونيول شوه. د ياغيانو جنګيالي د شنبې په شپه پلازمېنې ته ورننوتل او د يکشنبې په ورځ د جنوبي افريقا له ځواکونو سره نښتې تر سره شوې چې هلته ځای پر ځای ول او د مرکزي افريقا د جمهوريت د کمزوري پوځ ملاتړ يې کاوه. د جنوبي افريقا بريد جنرال، خولاني مبانګه، د ساپا په نوم خبري اژانس ته وويل چې مرګ ژوبله اوښتې، خو دقيق ارقام ورته نه وو معلوم.

«د مرکزي افريقا جمهوريت د خپل تاريخ يوه نوې پاڼه اړولې ده،» دغه خبره د سېلېکا اييتلاف د مشر، جستين کومبو مصطفی له خوا صادر شوې په يوه خبرپاڼه کې راغلې ده. «د سېلېکا اييتلاف سياسي کميټه، چې د مرکزي افريقا له بېلابېلو خلکو څخه متشکله ده، پر ولس غږ کوي چې آرام دې پاتې شي او د سېلېکا انقلابي ځواکونو ته دې هر کلی وايي،» دا خبره هم په خبرپاڼه کې راغلې ده.

د فرانسې هلې ځلې

فرانسې اعلان کړی دی چې ۳۵۰ سرتېري به د دې لپاره ځای پر ځای کوي چې خپل اتباع او نور بهرنيان هم وساتي، وروسته له هغې چې ياغيانو پلازمېنه نيولې ده. فرانسوي ځواکونه د شنبې او يکشنبې په ورځو دغه هېواد ته ورسېدل او د هوايي ډګر امنيت يې پر غاړه واخيست.

ولسمشر فرانسوا هولاند پر ټولو ښکېلو اړخونو غږ کړی دی چې د جنورۍ مياشتې د سولې تړون دې مراعات کړي. هغه همداراز «پر وسله والو ډلو غږ وکړ چې ولس ته دې په درنه سترګه وګوري.»

ملګرو ملتونو هم ويلي دي چې دوی به د خپلو کارکوونکو د خونديتوب په موخه لازم چمتووالی نيسي.