1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يانا پاریگیس، دویچه ویله، آلماني څانگه

۱۳۹۳ اسفند ۱۴, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/1ElTb
انځور: DW

ه آلمان کې زما څخه تل دغه شان پوښتنې کیږي: ته له کوم ځايه راغلې؟ اصلن د کوم ځای یې؟ له آلمانه. نه، نه، ستا د پوست رنگ ولي توپیر لري؟ دغه پوښتني زما څخه په سوپرمارکیت، سرویس او سړک باندي کیږي. یوازي ډیر لږ کسان زما جواب مني. هغه ستونزه چې له دې پوښتني رامنځ ته کیږي دا ده چې ته په دې هيواد پوري تړاو نه لري، دا چې آلمان ستا کور نه دی، او دا چې یوه ورځ به ته یوه بل ځای ته ولاړه شې.

زما د مهاجرت یوازنی تجربه له هامبورگ څخه برلین ته کډه کېدل وه. زه په آلمان کې زېږېدلې او همدلته لويه شوې هم یم. له څو پیړیو راهیسي په آلمان کې تل تور پوستي کسان موجود دي. دا یو حقیقت دی. موږ آلمانيان یوو.