1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يا د وګړو ملاټړ او يا هم له افغانستان نه وتل

۱۳۸۸ شهریور ۱۰, سه‌شنبه

الماني جنرال ايګون رامس په افغانستان کي ځني ځايونو ته دسفرپه وخت کي دالمان دراډيو د لمړي پروګرام دجنوبي آسيا له څانګي سره په مرکه کي ويلي دي چي، طالبان د کوم پوځي ګواښ حيثيت نلري.

https://p.dw.com/p/JMvz
په افغانستان کې امريکايي عسکرانځور: AP

جنرال رامس په افغانستان کي دناتو دځواکونو دګمارلو صلاحيت لرونکي سړي دي او وايي:

ګواښ پدي کي پروت دي چي طالبان احتمالا له مونږ نه د وګړو د مخ د اړولو باعث کيږي. پداسی حال کي چي د وګړو ملاتړ زمونږ د عملياتو هدف دي. او دا زمونږ د عملياتو د بريالي کيدو بنسټيزه هم ده. که مونږ د وګړو ملاتړ ترلاسه نشو کړاي، بايد په جدي توګه پدي باندي فکر وکړو چي آيا مونږ دا هيواد پريږدو او که څنګه. نوکه د وګړود ملاتړ په ګټلو بریالي شو، نو د دي امکان پيدا کيږي چي يو وختي د طالبانو ترپښو لاندي کنده وکينو داسي چي د ډيرو کسانو د وژل کيدو مخه ونيول شی. اومونږ دلته د خپل پوځ ګمارنه پاي ته ورسولاي شو.

د ايګون رامس په نظردا يوازي دپوځ خبره نده، بلکه لکه هماغسی چي په افغانستان کي دامريکايي پوځ او د ايسف قوماندان جنرال مک کريستل ويلي دي، ملکي بیا رغونه او د دولتي نظام بيرته جوړول د دوي اصلي موخي دي. رامز ويلي دي چي د ناتو د اروپايي غړيو لپاره همدا اوس د دي چانس شته چي د افغانستان د پوليسو په روزنه، او د عدلي چارو او نورو دولتي څانګو په بيا رغونه کي مرسته وکړي . او دا به چي د افغانستان د خلکو د امنيت او اقتصادي اړو ته زياتره پاملرنه وشی، د امریکا متحده ايالتونو له طرحو سره چي د ايساف پوځ زياته برخه د دوي ده، هم سمون ولري .

جنرال رامس د افغانستان د اوسنۍ وضعي په پام کي نيولو سره د دي انتظار لري چي امریکايان به له خپلو متحدينو څخه د زیاتره پوځ د ګمارلو غوښتنه وکړي. جنرال رامس وايي:

هغه دعمل طرز چي په مني او ژمي اوپه تيره بيا د اوباما حکومت له پيل راهيسي چليږي، او آمريکايان وايي چي پوځ مونږ خپله استوو، د ناتو اعتدال له منځه وړي. نو زه د پوځي مخکښ په حيث هيله لرم چي، اروپايي هيوادونه نوری اضافي دندي په پوځي ساحه کي هم په غاړه واخلي.

په افغانستان کي به دکال ترپايه پوري ۶۸۰۰۰ آمريکايي عسکر ځاي په ځاي وي. خو جنرال رامس نغواړي چي دا اټکل وکړي چي په افغانستان کي به د المان پوځ شمير هم زیات کړاي شی. د ده په نظر په له ټول هغه شميرنه چي افغانستان ته يي د استولو اجازه شته ، او اوس۴۳۰۰کسه الماني عسکرپه افغانستان کي شته دي يوازي د۲۰۰نوروعسکرو داستولو اجازه وي. د الماني عسکرو د ګمارلو په سیمي قندز کي پا څون کونکي ورځ په ورځ زياتره تيري کوي. جنرال رامس وايي:

زما په نظر هلته له هغه نه چي اوس ځاي په ځاي دي زياتره عسکرو ته اړه ده. مونږ ممکن پدي ساحه کي ملاتړ له امریکايانو څخه ترلاسه کړو. او المانيان هم بايده دي فکر وکړي چي له کومي لاري اوکومی قوي په واسطه په نوموړي ساحه کي برياليتوب ترلاسه کيداي شي.

د جنرال رامس په نظر يوازی پوځي بري بسيا نکوي بلکه د افغانستان د وګړو ژوند بايد ښه شی.

رحيله اميری
کتونکی: يحيی وردک