1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يتيم ماشومان: موږ هير سوی يو

محمد اسماعيل شاکر/ کابل۱۳۹۱ دی ۱۳, چهارشنبه

که څه هم تراوسه په افغانستان کې د یتیمانو کره شمېره نه ده معلومه، خو دا څرگنده ده چې په دغه هېواد کې جنگ، ځانمرگي بریدونه، بمي چاودني، هوايي بمبارۍ، ترافیکي او طبعي پیښي ورځ تر بلي ماشومان بې سر پرسته کوي.

https://p.dw.com/p/17C7t
Bildergalerie Afghanistan Internationaler Kindertag

افغان چارواکي وايي، چي په هيواد کې د نزدې ۶ ميليونو ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ دی چي يوازي درو ميليونو ته ئې د دوی مرستي رسيږي. د هوا په سړېدو سره د یتیمو ماشومانو کورنۍ د خپلو خونو تودولو له پاره د سونگ مواد نه لري.

په کابل ښار کې يوې يتيمه چي خپل نوم روبينا ښيي دويچه ويله ته وويل په خپله ماشومانه ژبه وويل: «ژمی دی کوټي مو یخي دي، دومره پیسې نه لرو چې لرگې پرې واخلو کور کي پيسې نه لرو.»

روبینا چې پلار یې څو کاله وړاندې د یوې ناروغی له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، اوس د خپلي مور او څو نورو ورونو او خویندو سره د کابل ښار په یوه کرايي کور کې بې سرپرسته ژوند کوي.

دغه راز وفادار نومی یو بل یتیم هم گیلمن دی چې چا یې لاسنیوی نه دی کړی او کورنۍ یې د ژوند په سختو شرایطو کې شپې او ورځې تیروي. یوولس کلن وفادار وايي، چې د ژوند د اړتیا وړ لومړني مواد هم په کور کې نه لري: «غوړي، لرگي، بخارۍ، اوړه، وریجي نه لرو، تراوسه زموږ سره هیڅ مرسته نه ده شوې.»

په کابل کې د «مسلم هینډز» په نوم یوه نادولتي موسسه چي د نورو کارونو ترڅنگ له یو شمېر یتیمانو سره هم مرستي کوي وايي، چي رشتياهم په دغه هيواد کي د يتيمانو وضعيت ډير خراب دی.

د دې موسسې د یتیمانو د څانگې مسئول محمد یوسف راتب چې په څو ولایتونو کې یې د بې سر پرسته ماشومانو وضعیت له نیږدې لیدلی دی وايي: «یو ځل یوه کور ته ولاړم چې هغه فامیل ویل چې موږ داسې څه نه لرو چې د شپې پرې ویده شو، همدارنگه یوه بل کور ته ولاړم د هغوی د ژوند وضعیت ډیر خراب وو، هغوی د خوړو له پاره هیڅ نه درلودل کله مې چې ترې وپوښتل چې ورځنۍ ژوند څنگه پرمخ وړی، خواړه له کومه کوی راته وې ویل چې موږ همېشه د همسایه گانو په تمه یو که څه یې راوړل خورو یې کنه همداسې ناست يو.»

راتب چې له تیرو ۳ کلونو راهېسې په دې برخه کې کار کوي زیاتوي چې موسسه یې له یتیمانو سره یوازي د هغوی د زده کړو په برخه کې مرستي کوي، چې دا مرستي د هغوی اقتصادي ستونزو ته ځواب ویونکې نه دي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسئولين دا مني چې په هېواد کې لا هم زیات شمېر بی سرپرسته ماشومانو ته د دوی مرستې نه رسیږي. د دغه وزارت ویاند علي افتخاري دويچه ويله ته وویل چې له ستونزو سره سره هم توانیدلي دي چې په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې د یتیمانو له پاره معیاري روزنتونونه جوړ کړي:

«په خپله هغو ماشومانو ته چې یتیمان کیږي، په روزنتونونو کې ځای ورکوو او ترڅنگ يې تلاښ کوو چې روزنتونونه مو معیارې وي چې خوشبختانه په مرکز او څو ولایتونو کې په بشپړه توگه معیاري روزنتونونو لرو او تلاښ مو دادی چې په نورو ولایتونو کې هم دغه روزنتونونه د یتیم ماشومانو د بشپړې روزني وړ وگرځي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو له مخې اوسمهال په ټول هېواد کې د نز۶ میلیونو ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ دی چې په دغو ماشومانو کې یتیمان هم راځي.

د چارواکو پر ونیا له دې ډلې یوازي ۳ نیم میلیونه ماشومان د هغوی د مرستو تر پوښښ لاندي دي.