يمن : د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کي لس تنه وژل سوي دي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۴, یکشنبهد يمن په هيواد کي د شکمنو امريکايي بې پيلوټه الوتکو په دوو بيلو بريدونو کي لس انسانان وژل سوي دي. د يمن د دفاعي چارو وزارت ويلي دي چي يو بريد د هيواد په سويل او بل د هيواد په ختيځ کي تر سره سوی دئ.
ويل سوي چي وژل سوي کسان د القاعدې ترهگرې شبکې شکمن غړي ول. د يمن د دفاعي چارو د وزارت يوه بل چارواکي بيا ويلي دي چي حکومتي ځواکونو ۱۵ اورپکي وژلي دي. دغه چارواکي زياته کړې ده چي د حکومتي ځواکونو او وسله والو تر منځ پدغو نښتو کي ۵ حکومتي عسکر هم وژل سوي دي.
د امريکا متحده ايالتونو يوه اونۍ تر مخه اعلان کړی وو چي پر مسافر وړونکې الوتکه ئې د يوه داسي ترهگر بريد مخه نيولې ده چي په يمن کي پلان سوی وه. امريکا په يمن کي د القاعدې پر ضد په څو څو ځله د بې پيلوټه الوتکو څخه کار اخيستی دس. د يمن حکومت تر اوسه د دې پخلی نه دئ کړی چی په هيواد کي ئې امريکايي بې پيلوټه الوتکو بريدونه کړي دي.