1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يمن ډير غريب او بې ثباته هيواد دی

۱۳۸۸ خرداد ۳۱, یکشنبه

په دغه هيواد کي پر مالي بحران سربيره د اوبو بحران، ديني بنسټ پالنه او دغه راز د شمال او جنوب تر منځ د بيلتون هڅي رواني دي...

https://p.dw.com/p/IVeR
يمن د نړۍ د ډيرو وچو هيوادونو له ډلي څخه دی
يمن د نړۍ د ډيرو وچو هيوادونو له ډلي څخه دیانځور: AP

دسافان د اوبو پر مخزن باندي ډيره ګڼه ګوڼه ده. دا ځای د يمن دپلازمېني صنعا د ښار په شمال کي پاس په غرونوکي پروت دی. په دې ځاي کي3500 کسه چي اکثره يې بزګر دي ژوندکوي.

دغره له ټولي لمني څخه يي نري نري پټي جوړ کړي دي . که اوبه وي، دوي ډيره کمه ځمکه کي هم يوشي کري خو اکثره ځمکي وچي دي. د چينو شمير په دي سيمه کي ډير لږ دی او ترځمکي لاندي اوبه دڅکاک له پاره ددي له پاره چي ډيره زياته وسپنه لري مناسبي نه دي.

نو ښځي اوبه له هغو مخزنونو څخه چي ښاروالي دا کلونه کلونه د باران اوبه پکي ټولوي راوړي. دا اوبه خړي دي، اوکه څوک ښه ورته ځير شي چينجي پکي ويني. خو د سافان اوسيدونکي کوم بل بديل نلري.

يمن د نړۍ د ډيرو وچو هيوادونو له ډلي څخه دی. هلته دسړي پرسر هر څوک يوازي د هغو اوبو، چي يو انسان يي د څښاک او د خوراکي شيانو د تو ليد له پاره اړه ورته لري، لسمه برخه اوبه په واک کي لري. ډاکټر توماس انګل هارد په يمن کي د المان د تخنيکي ګډکار د ټولني مشر وايي:

دکارپوهانوپه نظر به په راتلونکو 10 یا 20 کالو کي دیمن په پلازميني صنعا او د هغه په لوړو سيموکي د ترځمکي لاندي اوبو ذخيري ټولي خلاصي شوي وي. هغه وخت بيا دوي مجبوره دي چي پلازمېنه له صنعا څخه کوم بل ځاي ته وليږدوي.

په يمن کي تياره وختونه د راتلو په حال کي دي. د هغه هيواد په شمالي ولايت صعدا کي د حکومت او د شيعه پاڅونکونکو د مشر عبدالملک الهوثي ترمنځ له 5 کالو راهيسي جګړي دي. داجګړې په مذهب او په منابعوباندي رواني دي. دهغه هيواد په جنوب کي هم دکال له سره راهيسي پاڅون دي. ديمن ولسي جمهوريت اوس له بيرته يو ځاي کيدو څخه 20 کاله وروسته دشمالي يمن لخوا ځان ګوښې ته ټيل وهل شوي احساسوي.

په ټول هغه هيواد کي د دين متعصب پيروان دپلنيدو په حال کي دي په80 ومو کلونوکي يمني مجاهدينو په افغانستان کي دشوروي اتحاد له پوځونوسره جګړه کوله .او اوس دګوانتانامو د بنديخانې دبنديانو ډيره کی يمنيان جوړوي. د هغه هيواد دبهرنيو چارو د وزاير د اټکل له مخه په خپله هغه هيوادکي دجنګياليو شمېر تقريبا 1000کسو ته رسيږي. دوی دګوزارونو له کولو سره د خلکو پام ځانونوته رااړوي. د دوي وروستي ګوزار د تيرکال په سپتمبرکي په صنعاکي د امريکا د متحده ايالتونو پر سفارت باندي وشه.

حکومت له يوي خوا دا زورلاري په ځان پوري تړي ، له بلي خوا هڅه کوي چي له هغو سره مقابله وکړي . له هغه وخت راهيسي چي دګاونډي هيواد سعودي عربستان امنيتي ځواکونه ورځ په ورځ پياوړي کيږي، نو په زياتيدونکي ډول دالقاعدي غړي هم له سرحد نه ديمن خواته اوړي . او هغه څه چي په يمن کي نشته، يعني پيسي له ځانونوسره وړي .داپه تيره بيا په کليوالو سيموکي ډير اثرکوي ځکه هغه څوک چي څه شي نلري له هرچاڅخه چي وريي کړي پيسي اخلي . الماني توني ميلروي له لسيزو راپديخوا په يمن کي پرمختيايي پروژی چلوي ديوايي:

ديمن دوګړو په سلوکي ۷۵ومه برخه په کليوالو سيموکي ژوند کوي چي دډيره کيو عايد يي په ورځ کي دوه امريکايي ډالره دي . که دوي خپل خوراکي شيان په خپله توليد کړاي شي کفايت ورته کوي. خوکه دوي دخوراکي شيانو اخيستو ته مجبوره وي اوددوي دا اړه ديووکال په ترڅکي يو په دوه ډيره شويده، نودوي ته دنورو ضرورتونو لپاره هيڅ پيسي نه پاتي کيږي . نو به يمن کي نه يوازي داوبو بحران دي بلکه دخوراکي توکو، سياسي او ټولنيز بحرانونه هم شته .

Saoub/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل