1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوآخیم گاوک له کرزي سره وليدل

۱۳۹۱ آذر ۲۸, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/174Q5

د آلمان ولسمشر يوآخیم گاوک له افغان ولسمشر حامد کرزي سره وکتل او تر ۲۰۱۴ کال وروسته يې د ملکي او پراختيايي مرستي په اړه خبري وکړې. گاوک د ناسمې هوا له کبله تر خپل ټاکلي وخت دوه ساعته وروسته کابل ته ورسید. په پام کې ده چي گاوک به له دیني عالمانو سره هم وگوري. گاوک تیره ورځ په یوه ناڅاپی سفر افغانستان ته ورسېد او په پلان کي ده چي درې ورځي به هلته پاته سي. هغه په لومړي سره کي په مزار شريف ښار کي له الماني سرتیرو، پولیسو او د پرمختیايي چارو له کار کوونکو سره وکتل. له گاوک سره په دغه سفر کې د هغه میرمن دانیلا شادت، هم ملتیا کوي.