1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يواخيم گاوک د المان نوی ولسمشر سو

۱۳۹۰ اسفند ۲۸, یکشنبه

یواخیم گاوک د المان د نوي ولسمشر په توگه وټاکل شو. هغه د کریستان وولف ځای ونیوه چې څه موده مخکي ئې له خپلي دندي څخه استعفأ وکړه. یواخیم گاوک څوک دئ؟

https://p.dw.com/p/14MC7
انځور: Reuters

يواخيم گاوک نن يکشنبه د (مارچ د مياشتي ۱۸) د آلمان په فدرالي جرگه کښي په ډير لوړ اکثريت سره ټاکني وگټلې او ددغه هیواد ۱۱ جمهور رئيس سو. هغه د جرگې د ۱۲۴۰ رايو څخه ۹۹۱ رايي خپلي کړې او دوهم وار رايه ورکولو ته اړتيا پيدا نه شوه.

د المان پارلمان رئيس نوربرت لاميرت اعلان وکړی چي د گاوک سياله بياته کلارسفيلد یوازي او يوازي ۱۲۶ رايه وړي دي.

د آلمان مخکنی جمهور رئيس د شخصي پور اخيستني او د يوې ورځپاڼي د يوه راپور د خپرولو د مخنيو په خاطر له سختو نيوکو سره مخامخ شو چي وروسته ئې استعفا ورکړه.

يواخيم گاوک څوک دئ

يواخيم گاوک خپل ځان او خپله سياسي تګلاره د چپي آزاد محافظه کار او يا محافظه کار ليبرال چپي په توګه بولي. په دې ډول نو دی ځان د «ليسڅيک کولاکوفسکي» د سياسي فلسفې تعقیبونکی بولي.

گاوک غيرې حزبي دې خو هغه په هيڅ صورت غيرې سياسي سړی نه دﺉ. ان په ۱۹۹۹ کال کي لا د سوسيال مسيحي ګوند ځينو کړيو غوښتل چي دی د پخواني جمهور رئیس يوهانيس راو، پر وړاندي د جمهوري رياست مقام ته نوماند سي. خو ده هغه وخت خپل نوماندیدل رد کړل. په ۲۰۰۴ کال کي هم جمهوري رياست ته د هورست کولر د نومولو پر وخت گاوک يو ښه کانديد وو.

د يواخيم گاوک ژوند د دوو ديکتاتوري نظامونو تر اغيزي لاندي راغلی دئ. د ده نوم په کلو کلو د پخواني شرقي المان د ستازي د دوسيو د څيړلو سره تړلی دئ.

يواخيم گاوک د ۱۹۴۰ کال د جنوري پر ۲۴ د دوهمي نړیوالي جگړي پر جریان کې په روستوک کي زيږيدلی دئ. د هغه ماشوموالی د هغه وخت تر اثر لاندي راغی. بيا ئې پلار په ۱۹۵۱ کال کي نازي المان ته د جاسوسي په تور د شوروي د استخباراتو له خوا بندي او د څلورو کلو له پاره سايبريا ته وااستول سو.

د همدې کورنۍ سابقي او د شرقي المان د ځوانانو په سازمان «FDJ» کي د نه غړيتوب له کبله گاوک د پوهنتون د الماني ژبي په ډيپارتمنټ کي د تحصيل اجازه تر لاسه نه کړه. د دې په عوض ده په ۱۹۵۸ کال کي د الاهياتو په تحصيل پیل وکړ. تر ۱۹۶۵ کال وروسته گاوک د يوه راهب په حيث د ميکلنبورګ په يوه کليسا کي کار وکړ. په دغه کار کي هم د ديموکراتيک المان د استخباراتو تر دايمي څار او مراقبت لاندي وو.

گاوک په دغه وخت کي ځان د رژيم سخت منتقد نه بولي بلکې د رژيم د ضعيفه او ليري اپوزيسون د يوې برخي په حيث چي تر يوه حد پوري د کليسا لخوا حمايت کيدی.

کليساګانو وروسته د شرقي المان پر ضد په ولسي احتجاجونو او تحولاتو کي هم رول ولوبوه. گاوک په روستیو کي د نوي فوروم په نامه د ولسي غورځنګ وياند سو. ده د اونۍ د اخري د عبادت رهنمايي کوله او وروسته به ئې د غټو مظاهرو رهبر پر غاړه درلودله.

د ۱۹۹۰ کال له مارچ څخه وروسته د شرقي المان په ولسي جرګه کي ده ته يوه دنده وسپارل سوه چي کلونه کلونه ئې هغه پر ځان مصرفه کړ. گاوک ته په دغه وخت کې د شرقي المان د دوسیو د څیړلو او ساتلو دنده وسپارل شوه.

د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر پر دویمه نیټه د شرقي المان د ولسي جرګي له خوا د شتازي د دوسیو او اسنادو د څيړلو او ساتلو د خاص استازي په حيث تعين او يوه ورځ وروسته د جمهور رئيس ريچارد فون وايڅيکر، او صدراعظم هلموت کول، له خوا په دغه دنده کي تاييد سو.

تر دوو دورو وروسته په ۲۰۰۰ کال کي ګاوک خپله دغه دنده مارينا بيتلر ته وسپارله. تر هغه وروسته بيا ده کومه سياسي وظيفه نه ده اجرأ کړې.

د المان د پارلمان چپي ګوند بيا د گاوک له نوماندي سره توافق نه لري او وايي چې ګوک په تیر وخت پوري تړلی دئ او د راتلونکي له پاره کوم تحرک نه لري. خو بيا په نورو سياسي کړيو کي دغه ۷۲ کلن د پوره ملاتړ څخه برخه من دئ.

په ۲۰۱۰ کال کي لا دی د المان د سوسيال ديموکراتانو او زرغون ګوند له خوا د جمهوري رياست مقام ته کانديد سوی وو خو دا چې په ډير لږ تفاوت سره ئې د کريستيان وولف پر وړاندي هغه وخت ټاکني و بایللي دا معنی نه لري چي د ده شخصيت ته کوم تاوان رسیدلی دئ.

قاسم نوري
کتونکی: نجیب الله زیارمل