1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوازی پيسې سړی نه خوشبخته کوي

۱۳۸۸ شهریور ۱۲, پنجشنبه

آيا د کوچنيانو خوشبختي يوازي په پيسو کښي ده ،که داسي وي، نو په جرمني کښي يې بايد سړی غم ونه خوري . دلته هغوته اختصاص سوي پيسې د نورو ډيرو پرمختللو هيوادو په مقايسه 20 فيصده لوړي دي ...

https://p.dw.com/p/JOI4
ډير کوچنيان په جرمني کښي شيان نسي رانيولای،او د مغازو ددباندي څخه يې سيل کويانځور: dpa/DW

ددولت لخوا د کوچنيانو دپيسو په نامه تقريبأ 40 فيصده مصارف د هغوی والدينو ته ورکول کيږي . او که څه هم مثلأ په ډنمارک او سويډن کښي ددغو پيسود نيمايي په اندازه د هغوی کورنيو ته ورکول کيږي ،خو بيا هم ددغو هيوادو کوچنيان د جرمني په مقايسه دډير غربت سره ندي مخامخ ،او مکتب ته د تلو چانسونه يې هم ډير دي .

ددې کار دليل تر ټولو دمخه پدې کښي پروت دی ،چه نور دولتي خدمات لکه وړکتونونونه او يا د بسته ورځي مکتبونه په دغو هيوادو کښي په ښه حالت کښي قرار لري ،او د والدينو څخه يې د هغه په خاطر ډيري پيسې نه غوښتل کيږي . ځکه نو د OECD سازمان د کوچنيانو د لمړني رپوټ مشره مونيکا کايزر په دغه ساحه کښي د ډيري پانګي اچوني غوښتنه کوي .

که څه هم مونيکا دا مني چه کيدای سي په جرمني کښي د کوچنيانو حالت ښه سوی وي ،ځکه چه د جرمني حکومت په تيرو کلو کښي داسي تدابير لکه د والدينو دپاره پيسې او دوړکتونو ډيريدل تر لاس لاندي نيولي دي . رپوټ د څلور کالو دمخه زړو ارقامو باندي ولاړ دي .

مونيکا سربيره پر هغه د جرمني د نکته نظره د هغو ښو نتايجو ته اشاره کوي ،کوم څه چه د متعلمينو په مادي او صحي برخه پوري اړه لري .

دا وايي، «دوی په جرمني کښي تر نورو هيوادو اضافه ميزونه ،د مکتب کتابونه ،کمپيوټران ، د حساب ماشينان او يا مثلأ ډيکشينرياني لري .

د جرمني د شيدو کوچنيانو ته ډيري شيدې او د مختلفو مرضو په مقابل کي واکسينونه ورکول کيږي . يا مثلأ په لږ سن ودونه نه کيږي،او کوچنيان يې نه پيدا کيږي . د جرمني نوي ځوانان د OECD د نورو هيوادو په نسبت لږ الکهول تيښي ،خو ددې پر ځای بيا ډير سګريټ سکوي ،خصوصأ نجوني . »

د جرمني د اِيسن په ښار کښي يوه ښځه فقر کوي
د جرمني د اِيسن په ښار کښي يوه ښځه فقر کويانځور: AP

خو کله چه د ژوندانه د مساوي چانس خبره وي ،بيانو جرمني په ښه موقعيت کښي قرار نلري :

دا بيا وايي ، « د غربت او فقر خطر په جرمني کښي اوس هم ډير دی ،خصوصأ د مجردانو دپاره . او بايد ددغه ګروپ خلګو دپاره ډير کارونه تر سره سي . »

په مشخص ډول په جرمني کښي د ملي متوسط عايد په مقايسه هر 6 کوچنی په يوه غريبه کورنۍ کښي ژوند کوي . بيا د اقتصادي ګډي همکارۍ او پراختيا دسازمان يا OECD په نورو هيوادو کښي هر اتم کوچنی په دغه حالت کښي قرار لري . تر ټولو ښه يې په ډنمارک کښي ژوند کوي،چيري چه فقط هر 37 کوچنی په غربت کښي ژوند کوي .

مونيکا په خپل رپوټ کښي زيادتره د خلګو څخه پوښتني کړي دي ،نسبت دې ته چه يوازي رسمي ارقامو او اعدادو ته مراجعه وکي .

او ، « سړی بايد پخپله د کوچنيانو څخه پوښتنه وکي،چه ددوي څشي خوښيږي ،آيا په علاقه سره مکتبو ته ځي ،آيا دوی دا تصور لري چه په مکتب کښي ورسره ښه رويه نه کيږي او تحقيريږي ،آيا دوی په حقيقي ډول خوشبخته دي او که څنګه ؟ » .

د رپوټ په نتايجو کښي دا خبره د پاملرني وړ ده ،لکه په نورو تحصيلي رپوټو Pisa او iglu کښي هم، يعني هغه هيوادونه چه لږ نفوس لري ،په ښه موقعيت کښي قرار لري . پر نفوسه هيوادونه لکه جرمني يا امريکا اکثره په متوسطه يا آخره درجه کښي ځای لري .

خو د کوچنيانو ددنيا دپاره يو تخيلي هيوادپه ټول جهان کښي نسته . د کوچنيانو دغه رپوټ وايي چه د OECD هر څيړل سوی هيواد ښه او بد اړخونه لري .

مارسيل فورستناو/

کتونکی : محمد قاسم نوري