1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوازې په ۲۰۱۸م کال کي کابو ۲۰ زره افغانان بې ځایه شوي

۱۳۹۶ اسفند ۸, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو په یوه تازه رپوټ کې راغلي دي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې جګړو کابو شل زره انسانان دې ته اړ کړي دي چې خپل ټاټوبي پریږدي. په ۲۰۱۷م کال کې دغه شمیر ۴۶۰ زره وو.

https://p.dw.com/p/2tNug
Afghanistan Winter & Schnee in Kabul | Mädchen, Binnenflüchtling
انځور: Reuters/M. Ismail

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د فرورۍ ۲۷مه) یو نوی رپوټ خپور کړی دی. په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د روان کال په لومړيو نژدې دوو مياشتو کي تر اوسه پوري په افغانستان کې ۱۸۵۰۰ کسان خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي.

د رپوټ له مخي په اوسط ډول کابو هره ورځ ۳۸۵ افغانان پخپل هيواد کي بې ځایه کیږي.

په رپوټ کې د افغانستان له کابو ټولو سیمو څخه د اجباري بي ځایه کيدو خبره شوې ده، خو زیاتره کسان د افغانستان په ختیځ او لویدیځو سیمو کې بې ځایه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیر میلادي کال په افغانستان کې د بې ځایه شوو کسانو شمیر ۴۶۰ زرو او په ۲۰۱۶م کال کې تر ۶۶۰۶۰۰ تنو اوښتی وو.

پر دې سربیره د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه هم افغانستان ته یو شمیر کډوال ستنیږي. په پام کې ده چې د مارچ میاشتې له لومړۍ نیټې څخه له پاکستانه افغانستان ته پخپله خوښه د افغان مهاجرو د ستنیدو لړۍ پیل شي.

زموږ له آرشیف څخه: