1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

يوروپول: په ۲ کلونو کي د جهادستانو نېونې دوه چنده سوي

۱۳۹۶ خرداد ۲۶, جمعه

د اروپايي پوليسو اداره يوروپول وايي چي په تيرو دوو کالو کي د جهاد سره تړلو شکونو پر اساس د نيول کېدونکو کسانو شمېره دوه چنده زیاته سوې ده. ويل سوي چي په ۲۰۱۶ کال کي د ۱۴۲ پلان سوو بريدونو مخه نيول سوې.

https://p.dw.com/p/2enjR
Niederlande Den Haag Europol Zentrale
انځور: Imago/CHROMORANGE

د اروپا مهمي د قانون اجرائيوي ادارې يورو پول، د ترهګرۍ د وضعې په تړاو خپل کلنی راپور او شمېري خپرې کړي دي. په دغه راپور کي راغلي چي په ۲۰۱۶ کال په ټوليزه توګه ۷۱۸ کسان د جهاد سره تړلو شکونو پر اساس نيول سوي چي په دې توګه په دغه شمېر کي د ۲۰۱۴ په پرتله د ۳۹۵ کسانو زياتوالی راغلی دی.

په راپور کي راغلي چي په اروپا کي په ۲۰۱۶ کال د ۲۰۱۴ کال په پرتله په ترهګرو بريدونو کي کموالی راغلی. په داسي حال کي چي په ۲۰۱۶ کال په اروپا کي ۱۳ بريدونه تر سره سول، په ۲۰۱۴ کال کي ۱۷ بريدونه تر سره سوي ول. په ۲۰۱۶ کال د تره سره بريدونو څخه ۶ د داعش سره تړلي ول.

د يوروپول د راپور له مخي مخ په زياتېدونکې توګه د ماشومانو او مېرمنو رول هم په دغو قضيو کي په ډېرېدو دی. يادي ادارې ليکلي چي په ۲۰۱۶ کال په بريتانيه کي د نيول سوو ټولو تورنو کسانو څخه هر څلورم کس يوه مېرمنه وه. زياته سوې چي په دې توګه د نيول سوو مېرمنو په شمير کي د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۱۸ سلنه زياتوالی راغلی دی.

په رپورټ کي راغلي: «په لوېديځ کي د جهادي پلانونو د عملي کولو په ترڅ کي د ښځينه جهاديانو په وړاندي خنډونه د نارينه و په پرتله کم دي او په لوېديځ کي د يوې مېرمني له خوا د بريالۍ او يا د بريد ناکامه هڅه د دې لامل ګرځېدلای سي چي نور هم دغه کار ته جلب کړي.»

زياته سوې چي په ۲۰۱۶ کال په ټوليزه توګه ۱۰۰۲ کسان د ترهګرۍ سره په تړلو فعاليتونو کي د لاس لرلو په شک نيول سوي ول. له ياد شمېر څخه ۴۵۶ په فرانسه کي نيول سوي چي پکښي دريمه برخه نيول سوي کسانو يې تر ۲۵ کالو يا لا کم عمر درلود.

يوروپول ويلي چي په ۲۰۱۶ کال په اروپا کي د ۱۴۲ بريدونو مخه نيول سوې چي پکښي تر نيمايي يې زيات په بريتانيه کي د عملي کېدو له پاره پلان سوي ول.

له عراق او سوريې څخه الهام

په راپور کي راغلي چي په عراق او سوريه کي د په کار اچول کېدونکو چاودېدونکو توکو څخه زده کړه او د هغوی د جوړولو نقل کول د اروپا له پاره لوی ګواښ دی. زياته سوې چي هغه جنګيالي چي له اروپا څخه عراق او سوريې ته د جنګ له پاره تللي، هلته يې د جنګ تجربه تر لاسه کړې او بېرته اروپا ته راستنيږي، هغوی هم د اروپا د امنيت له پاره لوی ګواښ دي.

ويل سوي چي اروپايي حکومتونه په دقت سره په عراق او سوريه کي د جهاديانو له لوري د چاودېدونکو توکو او وسلو استعمال څاري، ولي چي په اروپايي هيوادونو کي موجود توندلاري ښايي د هغو د نقل کولو هڅه وکړي.

د بېلګي په توګه د بريتانيې په مانچسټر کي د اريانا ګراندې په کانسرټ کي چي کله تېره مياشت ځانمرګی بريد تر سره سو، نو وروسته څرګنده سوي چي بريدګر په بم کي کوچنۍ فلزي پرزې هم اچولي وې چي لا زياتو انسانانو ته زيان ورسوي. ويل سوي چي دغه ډول بمونه په زياته د داعش او القاعدې له خوا کارول کيږي.

د مانچسټر بريد چي د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۲مه تر سره سو، پکښي ۲۲ انسانان ووژل سول. د هغه څخه دوې ورځي وروسته د لندن په مرکز کي د موټر او د چاړو په بريد کي ۸ انسانان ژول سول.

د يوروپول رئيس راب واين ورايټ و اسوشيېټډ پرېس خبري آژانس ته ويلي دي چي د موټري بمونو تر څنګ د بريدونو نور تخنیک چي د داعش په سازمان کي يې اړونده پوهه او تجربه موجود ده، د هغه ښکاره ګواښ سته چي اروپا ته هم را انتقال کړل سي. واين ورايټ وايي چي د داعش زيات ملاتړي اروپايان که څه چي د جګړې له کبله مايوسه سوي او داعش ته يې شا وګرځولې ده، خو بيا هم دا ګواښ موجود دی چي اروپا ته بېرته راستنېدونکي کسان په اروپا کي خپلي ترهګري ځالي جوړي کړي. هغه وايي چي د دغه ګواښ بالکل له منځه وړل يا صفر کول ناممکن کار دی.

نړيواله همکارۍ ته اړتيا

د يوروپول په راپور کي راغلي دي چي د دغه سازمان د غړو هيوادونو تر منځ د استخباراتي معلوماتو د لا زياتي تبادلې اړتيا ډېره زياته ده. د اروپايي اتحاديې د امنيتي چارو لوړپوړي چارواکي جوليان کينګ په راپور کي ويلي: «ترهګر سرحدونه نه پېژني او نه يې احترام کوي.» هغه زياته کړې: «د هغوی [ترهګرو] د ماتولو له پاره بايد موږ خپله د همکارۍ او د معلوماتو او پوهي د شريکولو نوی موندل سوی استقامت او هوډ لا قوي کړو.»

په راپور کي راغلي چي په اروپا کي تر سره سوي ټول بريدونه جهادي نه ول بلکه اکثريت بريدونو «قوميتي ملتپال» او يا د بېلتون غوښتنې توندلاريتوب بڼه درلوده. په دې ترڅ کي د بېلګي په توګه د شمالي آیرلند ۷۶ بريدونه ياد سوي چي له کبله يې ۱۲۳ کسان نيول سوي دي.