1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يورو پول: اول بايد ډير پوليس جذب او وروسته و روزل سي

۱۳۸۹ بهمن ۲۸, پنجشنبه

د يورو پول په نامه اروپايي پوليس غواړي دداسي يوې ستراتيژۍ له مخه افغان پوليس وروزي چي په ډير لنډ وخت کښي هر څه ور زده کړي.

https://p.dw.com/p/R1kd
افغان پوليس د زده کړو پر مهال
افغان پوليس د زده کړو پر مهالانځور: Hamid Safi

په کابل کي د افغاني پوليسو يو روزونکی ګېري مينڅل وايي چي، په افغانستان کي د پوليس ځواکونو کمښت موجود دی نو ځکه بايد اول په زياته پيمانه پوليس وروزل سي.

د هغه په خبره يو افغان چي د پوليسۍ د ندي د پاره وروزل سي دغه وخت کافي دي، حتي که هغه بېسواده هم وي. دا کافي وخت دی چي د وسلې څخه کاراخيستل او د تذکرو د کنترول په وخت کي اساسي اصطلاحات زده کړي.

د يورو پول مشر يوکا سافولاينن وايي : تر ټولو دا مهمه ده چي دوی جنګ وکولای سي دا ځکه چي دوی په پرله پسې ډول تر بريدونو لاندي راځي. د هغه په خبره هر ورځ په افغانستان کي تقريباً څلور پوليس وژل کيږي.

په تېر کال کي څه دپاسه ۱۲۰۰ افغاني پوليس وژل سوي دي. نو دا د تعجب ځای نه دی چي دوی ته دي په اوله مرحله کي يوازي د جنګ تکتيک ورزده کړای سي.

دی زياتوي چي د ۲۰۱۲ کال تر پايه پوري بايد ۱۳۴۰۰۰ او يا حتي ۱۷۰۰۰۰ پوليس وروزل سي. اول بايد ددغه شپږ اونيزه کورس څخه په لسهاوو زره پوليس راووزي بيا به نو ددغه کورس دوهمه دوره پيل سي.

« زما په نظرد دوهم تريننګ دپاره افغاني پوليس تقريباً درو مياشتو ته اړتيا لري. په دغو درو مياشتو کي سړی لږترلږه دوی ته دا ښودلای سي چي پوليس يعني څه ، اولس او نيول سوي کسان کوم ډول حقونه لري او د پوليسو او ملکي خلکو ترمنځ مناسبات بايد څنګه وي.»

NO FLASH Ausbildung von Polizei in Afghanistan
انځور: AP

اصلي خبره داده چي افغانان په خپله پر دولت باندي باور نه لري ځکه چي په پوليسو کي داسي کسان سته چي اختلاص کوي او بې طرفه نه دي.

مينڅل چي د افغانستان د کورنيو چارو په وزارت کي د روزونکي دنده تر سره کوي خپلو افغاني همکارانو ته دا ورښيي چي، دوی څنګه کولای سي پر لارو او سړکونو د خلکو سره اړيکي د سره وساتي.

د افغاني پوليسو په روزلو کي دا د اروپايي پوليسو دپاره يوه سخته دنده ده تر څو دوی دې ته اماده کوي چي د خلکو سره سم برخورد وکړي. خو اوس تر ټولو مهمه دا ده چي مسووليت به افغان ځواکونو ته ورسپارل کيږي او دا کار بايد په ځينو ولاياتو کي لا سږکال پيل سي.

د يورو پول مشر په دې اړه مثبت نظر لري او وايي تر ۲۰۱۴ کاله به وکولای سو مسووليت هغوی ته وسپارو.

نينا/ ګل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل