1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوري گاگارين ۵۰ کاله د مخه په دغه ورځ فضا ته وختی

۱۳۹۰ فروردین ۲۳, سه‌شنبه

د نن څخه 50 کاله د مخه روسی پيلوټ، يوري ګاګارين، لومړنی انسان ؤ چي فضاء ته وخوت او د ځمکي چاپيره دوره يې وکړه. د 1960 لسيزي تر پايه شوروي اتحاد په فضايي الوتني کي تر ټولو مخکښ هيواد ؤ.

https://p.dw.com/p/RHMV
فضا ته د يوري ګاګارين سفر که څه هم دوه ساعته يې دوام وکړ، خو د بشريت په تاريخ کي يو ستر پرمختګ ګنل کيږي
فضا ته د يوري ګاګارين سفر که څه هم دوه ساعته يې دوام وکړ، خو د بشريت په تاريخ کي يو ستر پرمختګ ګنل کيږيانځور: AP

د شوروي اتحاد د ړنګيدو سره د روسيې فضايي صنعت د ژور کړکيچ سره مخ سو، ځکه د هغه د تمويل لپاره پيسي نه درلودې.

خو په دي منځ کي په روسيه کي بيرته وضعيت بدل سوی دی. دا چي امريکا متحده ايالات په راتلونکي دوبي کي فضاء ته د خپل «تګ او راتګ» يو پروګرام پای ته رسوي، روسيه بيرته د فضايي صنعت مخکښتوب په غاړه اخلي.

فضا ته د يوري ګاګارين سفر که څه هم دوه ساعته يې دوام وکړ، خو د بشريت په تاريخ کي يو ستر پرمختګ ګنل کيږي. ګاګارين په 1961 کال کي د اپريل پر 12 په 108 دقيقو کي د ځمکي پر کري را و گرځېدی.

د هغه د بيړۍ فضايي کپسول، Wostok چي دی پکښي ناست ؤ تر سفر وروسته د ولګا په سيمه کي د يو بزګر په کرونده کي کښته سو او ګاګارين د بزګر د مېرمني او د هغه له لمسي سره مخامخ سو.

بزګري پر نا پيژندلي سړي چي پر سر يې اوسپنه ايز خولي وه او د هغه په نظر غيري عادي جامې يې په ځان وې، پر ږغ کړل:« داسي ښکاري لکه د فضا څخه چي راکښته سوی يې که؟» ګاګارين په ځواب کي ورته وويل:« رښتيا همداسي ده.»

فضا ته د ګاګارين سفر په ټول بشريت کي يو ستره هنګامه واچوله. دا چي د سړې جګړې دوره وه، امريکا متحده ايالاتو له شوروي اتحاد سره په سياسي، پوځي او تخنيکي ډګر کي سيالي درلوده، امريکايان سخت وارخطا ؤ. په امريکا کي ټولو همدا ويل چي څرنګه وسول شوروي اتحاد وتوانيدی خپل لومړی فضايي پيلوټ، فضا ته واستوي.

د متحده ايالاتو دNASA د فضايي بيړۍ چارواکو بايد بيړه کړې وای: د ګاګارين له سفر څخه يوازي يوه مياشت وروستهAlan Shepard لومړی امريکايي ؤ چي فضا ته يي سفر وکړ، خوShepard ونه توانيد چي د ځمکي پر شا خوا راوګرځي، ځکه هغه په يو بل مدار کي دغه سفر په لاره واچاوه. په همدي وجه کابو يوه ليسيزه ګاګارين د فضايي سفرونو اتل پاته سو.

که څه هم ګاګارين فضا ته د خپل لومړي سفر څخه وروسته د سپوږمي د سفر لپاره زيار ويست، خو هغه خپل دې ارمان ته ونه رسيد. خو د نااميدۍ سره هغه بيا هم نه يوازي د شوروي اتحاد په دننه، بلکي نوره نړۍ کي هم د فضايي بيړۍ چلوني د لومړي اتل پيلوټ په توګه پاته سو.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل