1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوسفزی: د پاکستان او امريکا اړيکي به نوري هم ترينگلي سي

۱۳۹۰ شهریور ۳۱, پنجشنبه

د پاکستان د سياسي چارو کارپوه رحيم الله يوسفزي د پاکستان او امريکا تر منځ د وروستيو ترينگلو اړیکو په اړه د دويچه ويله سره په يوه ځانگړې مرکه کي وايي، چي دوی چي هرڅومره پر يو بل باندي نيوکي وکړي خو بيا هم سره جوړ دي.

https://p.dw.com/p/12ePe
د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايدن او د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا گيلاني
د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايدن او د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا گيلانيانځور: AP

يو بل نه چي خپگان زيات شي نو بيا هميشه يو د بل باندي شک هم کوي او تورونه هم لگوي دا خبري مخکي به امریکا کولې خو داسي په ښکاره به يې نه کولې. اوس دوی په ښکاره وايي، چي پاکستان د حقاني شبکې سره مرسته کوي. او اوس خبره داده چي هر څومره چي نور هم په افغانستان کي دغه حملې زياتيږي دغه گمانونه به نور هم زياتيږي. او اړيکي به خرابيږي.

 

دويچه ويله: د امريکا د سنا يوې کمېټي هم دا پريکړه کړې چي پاکستان ته به تر هغه مرستي نه ورکوي، تر څو دوی د حقاني شبکه ځپلې نه وي.

 

يوسفزی: بلې د امريکا چي يو کار کول غواړي نو بيا د هغوی ټولو ادارې په يوه خوله خبره کوي او د هغوی يه پاليسي ده. تاسي وگوری اوس د هغوی پوځي قومندانان، خارجه وزارت او سنا ټول يوه خبره کوي.

 

يوه خبره دا ده چي دوی پر پاکستان به فشار راولي چي دوی په شمالي وزيرستان کي عمليات وکړي او د حقاني شبکه وځپي. خو پاکستان وايي چي حقاني په پاکستان کي نسته يوازي د هغه د کورني زاړه خلک هلته دي جنگيالي يې په افغانستان کي دي. او د بلي خوا بيا دوی بيرته سر جوړ هم دي. تاسي وگوری ددوی استخباراتي مشران سره گوري او ملاقاتونه کوي.

 

دا څو ورځي مخکي د پاکستان د استخباراتو مشر د امريکايي مشرانو سره کتلي او خبري کړي.

 

پاکستان خپل مجبوريتونه هم لري هغوی اوس د هغه جهاديانو او طالبانو سره لاس او گريوان دي چي د پاکستان پر ضد عمليات کوي. دغه کسان هم په شمالي وزيرستان کي پټ دي.

 

دويچه ويله: داسي ويل کيږي که پاکستان د حقاني په وړاندي اقدام ونه کړي، نو امریکا به په خپله لاس په کار سي؟

 

يوسفزی: ددې امکان سته او دا ډول اقدام امريکا مخکي هم کړی و. يو خو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه دي، چي دغه حملې به نوري هم زياتي سي، خو پر هغه سربيره به امريکايي ځواکونه په پاکستان کي لکه مخکي چي يې په شمالي وزيرستان کي پوځونو عمليات کړی ول دا کارونه به بيا تکرار سي.

 

اوس قوی احتمال دی چي امريکايان به په شمالي وزيرستان کي د حقاني شبکې پر ضد عمليات وکړي. ددې عملياتو مخنيوی پاکستان نه کولای سي او نه يې کوي.

 

خو يوه خبره داچي امريکايان به هيڅ وخت پاکستان ته پوځونه و نه ليږي دا کار ناشونی دی، ځکه هلته بيا د يوې بلي جگړې امکان سته.

 

دويچه ويله: د امریکا او پاکستان ددغه ډول اړيکو لکه اوس چي يې لري پر افغانستان به څه اغېزي ولري؟

 

يوسفزی: بلې ددې جنجالونو منفي اغېزي مخامخ د افغانستان پر حالاتو باندي اغېزلري. په افغانستان کي اوس هم وضعه سمه نه ده خو دا به نوره هم خرابه سي. تاسي وگوری د سولي د پروسي مشر ووژل سو. بېله هغه هم دې پروسې کومه گټه نه و کړې خواوس به دا پروسه نوره هم خرابه سي.

 

مرکه کونکی: سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل