1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوسف اسلام په آلمان کي کنسرتونه ورکوي

احمد ولي اڅکزی (هنس یواخم هینین)۱۳۹۳ آبان ۲۹, پنجشنبه

يوسف اسلام د نړۍ د تر ټولو مشهور کسانو څخه شمیرل کیږي چې اسلام یې منلی دی. کېټ سټيونز چي په ۷۰مه لسيزه کي مشهوره سندرغاړی وو، تر مسلمان کېدو وروسته يې له موسيقۍ سره مخه ښه وکړه.

https://p.dw.com/p/1DqaQ
انځور: picture-alliance/dpa/C. ONORATI

د کاليفورنيا په ماليبو کي يو سړی د لامبو پر وخت په طوفان کي راګير کيږي. هغه د لويو څپو له کبله د ساحل څخه ليري کيږي او ورته دا اندېښنه ورپيدا کيږي چي په دغو څپو کي به ډوب سي. په داسي وخت کي هغه په دعا لاس پوري کوي او وايي چي که د دغه حالت څخه ژوندی پاته سي، نو به خپل ټول ژوند خدای ته وقف کړي.

دغه ډوبېدونکي کس ته د اوبو يوه لويه څپه راځي او دی ساحل ته یې رسوي او په دې ترتیب سره هغه له مرګ څخه ژغورل کیږي. هغه وروسته اسلام ته اوړي او خپل نوم «يوسف اسلام» ته اړوي. د سمندر له څپو څخه دغه ژغورل سوی سړی د ۱۹۷۰م لسيزي مشهوره پاپ سندرغاړی «کېټ سټيونز» وو. هغه مسلمانېدو پوري تر ۵۰ میليونو څخه زيات ريکاټونه پلورلي ول. خو په ۱۹۷۸م کال د مسلمان کېدو څخه وروسته يې په ۱۹۷۹م کال د موسيقۍ خپل ټول آلات ليري کړل او د سندرو ويلو سره يې مخه ښه وکړه.

Cat Stevens 1971
کت ستیون - ۱۹۷۱ کالانځور: picture-alliance/Photoshot

د یوسف اسلام ځوانې ته یوه کتنه

نولس کلن ځوان سټیون دېمېترې ګيورګيو په ۱۹۶۷م کال په لندن کي اوسېده. د يو يوناني پلار او سوېډنۍ مور دغه زوی د خپل هنري «کېټ سټيونز» نوم لاندي د سندرو خپل لومړی البم «مېتيو اېنډسن» بازار ته وړاندي کړ. دغه لومړی البم په بريتانيه کي ډېر مشهوره سو. خو د هغه دويم البم په اقتصادي توګه ناکامه سو. د دې څخه تر مخه چي د کېټ سټيونز د موسيقۍ مسلکي ژوند په ښه معنی پېل سي هغه د توبرکلوز (سل) په ناروغۍ اخته سو.

سټيونز شپه او ورځ پر بستر پروت وو او په خپل دغه بد حالت کي يې تر ۴۰ څخه زياتي سندري وليکلې. دغه سندري د هغه د بل البم بنسټ وګرځېدې، چې په کې د « ګرانې دا يوه وحشي نړۍ ده» او «سهار سوی دی» سندرې شاملې وې. دغه سندرې د دې سبب سوې چي کېټ سټيونز په نړیواله توګه محبوبيت تر لاسه کړي. کېټ سټيونز تر مسلمان کېدو وروسته په داسي حال کي د موسيقۍ له نړۍ سره مخه ښه وکړه چي ۱۱ البمونه يې په سټوډيو کي ثبت سوي ول. کېټ سټيونز نور خپل نوم یوسف اسلام کړ او په لندن کي يې يوه ديني مدرسه پرانسته.

د رسنيو منفي سرليکونه

يوسف اسلام په ۸۰مه لسيزه کي د رسنيو په منفي سرليکونو کي راڅرګند سو. دا هغه وخت وو کله چي د «شيطاني آيتونو» په نوم د سلمان رشدي کتاب بازار ته راووت. دغه کتاب په نړۍ کي د ګڼ شمېر مسلمانانو د منفي غبرګون او کرکي سره مخامخ سو. د ايران د هغه وخت مشر خميني د سلمان رشدي د قتل فتوا صادره کړه. يوسف اسلام په غېرمستقيمه توګه د قتل د دغې فتوا څخه هغه وخت ملاتړ وښود، کله چي يې په تلويزيوني خپرونه کي وويل چي که سلمان رشدي يې کور ته ورسي نو به يې خميني ته په لاس ورکړي. يوسف اسلام وروسته هڅه وکړه چې خپله خبره نسبی کړی چې گواکی په مرکه کې «ژورنالیست هغه ته دام ایښی وو» او ویې ویل چې د هغه له خبرو څخه له سره غلط تعبير اخيستل سوی دی.

Cat Stevens alias Yusuf Islam
یوسف اسلام - ۱۹۹۹ کالانځور: AP

يوسف اسلام په ۱۹۹۶م کال کې د يوې آلمانۍ رسنۍ سره په مرکه کي وويل چي ځان د معتدل او تندلارو مسلمانانو تر منځ احساسوي. خو دا چي يوسف اسلام حماس ته بسپنه ورکړې وه، نو اسرائیلو په ۲۰۰۰ م کال کې اسرائیل ته له داخلیدو څخه منع کړ. اسرائيل په خپل دغه اقدام سره هغه ته د تندلاري په سترګه وکتل.

«هر څه چي ښه اغیزه لري ښه دي او هر څه چې بده اغیز لري بد دي»

هيڅ چا داسي اټکل نه وو کړی چي يوسف اسلام به پس له ۲۰ کالو څخه يو ځل بيا د موسيقۍ نړۍ ته راسي. خو همداسي وسو. بالکل په هغه قاطعيت سره لکه چي کېټ سټيونز د موسيقۍ سره اړيکه پرېکړې وه، يوسف اسلام بېرته د موسيقۍ نړۍ ته راودانګل. دا تر هغه وروسته کله چي په ۲۰۰۱ کال د امريکا په متحده ايالاتو کي د سپتامبر د ۱۱مي پېښه رامنځ ته سوه.

يوسف اسلام وويل چي غواړي د سولي له پاره سندري ووايي. هغه وويل چي غواړي د هغو مسلمانانو له پاره سندري ووايي چي د تندلاريتوب څخه ليري په اعتدال کي ژوند کوي. هغه په ۲۰۰۳م کال د نېلسن منډېلا د مرستندويه ټولنې له پاره په لومړي ځل بيا پر سټېج ودرېد، او د «سولې اورګاډي» سندره يې وړاندي کړه.

Yusuf Islam in Bremen
یوسف اسلام - ۲۰۰۶ کالانځور: AP

یوسف سلام د موسيقې نړۍ ته له ستندیو وروسته تر اوسه درې البمونه خپاره کړي دي. یو البوم یې د «Tell 'Em I'm Gone» تر نامه لاندی په اکتوبر کې خپور سو. په دغې البوم که څه هم په غټو تورو « یوسف» لیکل شوي دي خو څنگه ته ېې د « کیټ سټیونز» نوم هم لیکل شوی دی. سره بیره پر دې، پرته د هغه له نوم څخه د ۷۰ لسیزی را په دې خوا په هغه کې زیات بدلون هم نه لیدل کیږي. د هغه ږیره په اصطلاح «ماش او برنج» شوی ښکاري او چشمکې یې په سترگو دي. خو د هغه غږ او گیتار د پخوا په څير په زړه پورې پاتې دی.

د نومبر له ۲۰مې نېټي راهيسي يوسف اسلام د آلمان په بيلو ښارونو کي کنسرتونه ورکوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب