1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوناما: د دولتي کارکوونکو مرگ ژوبله زياته سوې

مسعود جهش (فرانس پرس)۱۳۹۱ اسفند ۱, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو په خپل نوي کلني رپوټ کې ویلي دي چې په ۲۰۱۲ کال کې پر ملکي دولتي کارکوونکو باندي د یاغیانو په بریدونو کې۷۰۰ سلنه لوړوالی راغلی دی. خو وايي چي د ملکي تلفاتو په کچه کې۱۲ سلنه لږوالی راغلی دی.(انځور له ارشيفه)

https://p.dw.com/p/17gt8
انځور: picture-alliance/dpa

په افغانستان کې د ملګرو ملتو ادارې (UNAMA) په خپل کلني رپوټ کې ویلي دي چې پر دولتي ملکي کارکوونکو باندي د یاغیانو بریدونه تیر کال خواشینوونکي ول. د دې رپوټ په حواله په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان په جګړه کې ټولټال ۲۷۵۴ تنو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه شمیره د ۲۰۱۱ کال په پرتله ۱۲سلنه کموالی ښيي.

د (UNAMA) په رپوټ کې راغلي دي: «که څه هم په ۲۰۱۲ کال کې په ټول افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه راکښته شوې ده، خو بیا هم د افغان دولت وسله والو مخالفینو پر ملکي وګړو باندي خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی، پرته له دې چې د انسان ژوند ته اهمیت قایل شي.»

په ۲۰‍۱۲ کال کې د دولت پلوي کسانو په منځ کې چې پکې دولتي کارکوونکي، دیني علما، سیمه ییز مشران او د سولي د بهیر کسان شامل دي، د تلفاتو کچه ۱۰۸سلنه لوړه شوې ده. په دې کال کې د دولت پلوو وژل شویو ملکي کسانو شمیر ۱۰۷۷ تنو ته رسیدلی دی.

په رپوټ کې راغلي دي: «له دې سره، د دولت د ملکي کارکوونکو په منځ کې د مرګ ژوبلې کچه ۷۰۰ سلنه لوړه شوې ده.» رپوټ زیاته کړې ده چې په دې منځ کې د دولت پر ښځینه کارکوونکو باندي د بریدونو په کچه کې هم د پام وړ لوړوالی راغلی دی. د ملګرو ملتونو د دفتر په دغه کلني رپوټ کې د لغمان ولایت د ښځو چارو د مشرې او د هغې د مرستیالې وژني ته په خاصه توګه اشاره شوې ده.

د دغه رپوټ په حواله د افغانستان په جګړه کې د ۸۱ سلنه ملکي تلفاتو پړه د دولت پر وسله والو مخالفینو باندي اچول شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې افغان دولت او ناټو د ۱۱ سلنه ملکي تلفاتو پړه پر غاړه لري.

UNAMA ویلي دي چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د کمیدو یو لامل د ناټو په هوایي بریدونو کې د لا ډیرو تدابیرو تر لاس لاندې نیول دي. په افغانستان کې میشت نړیوال ځواکونه ښاي د یوناما د وروستي رپوټ هرکلی وکړي، ځکه پر دغو ځواکونو باندې ډیر وخت د ملکي تلفاتو له کبله سختي نیوکې کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اوونۍ هم د ناټو په یوه هوایي برید کې د ماشومانو په ګډون لس تنه ملکي وګړي ووژل شول. تر دې پېښې وروسته ولسمشر کرزي اعلان وکړ چې تر دې وروسته به هیڅ یو افغان پوځي د دې اجازه و نه لري چې پر کلیو او بانډو باندې د هوایي بریدونو په موخه له ناټو ځواکونو څخه مرسته وغواړي.