1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوناما: ملکي تلفات نور هم ډير سوي

۱۳۹۰ تیر ۲۳, پنجشنبه

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو ادارې د پنجشنبې په ورځ ويلي چي د ۲۰۱۱ م کال په لومړيو۶ مياشتو کي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي کچه ۱۵سلنه لوړه سوې ده.

https://p.dw.com/p/11v0X
« کيدای سي حالت تردې نور هم خراب وي»
« کيدای سي حالت تردې نور هم خراب وي»انځور: AP Graphics

يوناما وايي چي د شخړو په ارتباط تړلو پيښو کي ۱۴۶۲تنه ملکي وګړي وژل سوي. دغه ادارې ددې وژنو۸۰ سلنه پړه پر اورپکيو اچولې.

يوناما په خپل رپورټ کي کاږي:« د ۲۰۱۱م کال په لومړيو ۶ مياشتو کي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي کچه دومره لوړه ده، چي په تير کي يې ساری نه ليدل کيږي.».

دغه رپورټ زياتوي په ځينو سيمو کي د امنيت د انتقال بهير د مرګ ژوبلي د پيښو د زياتوالي عامل سوی.

رپورټ زياتوي:« د تاوتريخوالي په پيښو کي زياتوالی د اورپکو له لوري دا په ګوته کول دي چي ګواکي افغان امنيتي ځواکونه د امنيت د ساتلو جوګه نه دي.»

د حکومت پلوه ځواکونو په شمول د افغان پوليسو او اردو او د ناټو په مشرۍ ايتلافي ځواکونه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو په اړه ۱۴ سلنه ګرم ګڼل سوي. خو هوايي بمبارۍ پدغه جګړه کي تر ټولو لانجمن تکتيک دی چي ډير خلک پکښي وژل کيږي.

پدغه ۶ مياشتني رپورټ کي د ناټو ځواکونو له لوري هوايي بمبارۍ د حکومت پلوه ځواکونو له لوري د وژنو لويه برخه جوړوي. په دې کي اپاچي څرخي الوتکي مهم رول لري.

د ملګري ملتونو دغي ادارې خبرداری ورکړی، چي کيدای سي انځور تردې نور هم خراب وي. ځکه چي په شمالي سيمو کي د مارچ څخه د جون تر مياشتي د زور زياتيو ارقام پدې راپور کي نه دي شامل.

ځانمرګي بريدونه تر ټولو خونړي دي.

د اورپکو له خوا په ځانمرګي بريدونو کي تر ټولو زيات ملکي وګړي وژل کيږي. په راپور کي راغلي چي ددې ټولو پړه چي ۵۲ سلنه جوړوي د طالبانو پر غاړه ده.

دغه راپور کاږي:« په ۲۰۱۱ م کال کي ځانمرګي بريدونه نور هم پيچلي سوي، ځيني وخت ډله ييژ ځانمرګي بريدګر پر يو ځای حمله کوي چي ډير ملکي وګړي پکښي وژل کيږي.»

يوناما همدا راز زياته کړې چي پدغه اوږده جګړه کي د ماشومانو گډون هم د انديښنې وړ دی. په خاصه توګه کله چي د می په مياشت کي په لومړی وار يو ۱۲ کلن ماشوم ځانمرګي بريد ترسره کړی.

ددغه بريد په پايله کي ۳ ملکي وګړي ووژل سول او تر ۱۲ ډيرزخميان سول.

اژانسونه / سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل