1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوناما: په افغانستان کې ملکي تلفات ۴۷ سلنه لوړ شوي

۱۴۰۰ مرداد ۴, دوشنبه

ملګرو ملتونو په يو تازه رپوټ کې ويلي دي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال په لومړۍ نيمايي کې د ښځو او ماشومانو د مرګ ژوبلې کچه ډيره لوړه شوې ده. تر ټولو ډير تلفات په می او جون میاشتو کې ثبت شوي دي.

https://p.dw.com/p/3y2yI
Afghanistan verhängt Ausgangssperre
انځور: STR /Xinhua/imago images

د ملګرو ملتونو سازمان رپوټ چې د دوشنبې په ورځ د جولای ۲۶ مه خپور شوی، په کې راغلي دي چې د روان میلادي کال په لومړۍ نيمايي کې په ټول افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالو له کبله د ښځو او ماشومانو د مرګ ژوبلې ګراف د تیرکال همدې مودې په پرتله ۴۷ سلنه لوړ شوی دی.

اسوشتید پریس له کابله لیکی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازې ديبرا لاینز وويل: «زه له طالبانو او افغان رهبرانو څخه غوښتنه کوم چې په جګړه دغه امر توجه وکړي چې د هغې اغیز تر ډيره ملکيانو ته متوجه دی.»

لاینز له دغه رپوټ سره جوخت په ېوې اعلاميه کې ويلي دي«دغه رپوټ په واضح ډول خبرداری ورکوي که چیرته د مخ پر ډيریدونکي توګه تاوتريخوالو مخه ونه نيول شي د روان کال په جریان کې به د ملکیانو تلفات ډیر لوړ شي.»

رپوټ وايي په افغانستان کې په ډیرې تیزۍ سره د ملکیانو د مرګ ژوبلې ارقام د می میاشتۍ له لومړۍ وروسته چې له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو د اخرج لړۍ پيل شوې، لوړ شوي دي. د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره سم، طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړی او په دغې موده کې يې ډيرې سیمې نيولي دي. له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو اخراج څه باندې ۹۵ سلنه تکميل شوی او په پام کې ده چې د اګست په ۳۱مه پای ته ورسيږي.

د ملګرو ملتونو سازمان په رپوټ کې ويل شوي دي چې د می او جون په میاشتو کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې ګراف تقریباً له هغو چې په نورو څلور میاشتو کې ثبت شوي دي، لوړ دی. رپوټ په دغو دوو میاشتو کې د ملکیانو مرګ ژوبله ۲۳۹۲ ښودلې چې له ډلې څخه ېې ۷۸۳ کسان وژل شوي او ۱۶۰۹ نور ټپیان شوي دي. زیاته شوې چې د دغو میاشتو په جریان کې رامنځ ته شوي تلفات له ۲۰۰۹م کال راهيسي په افغانستان کې تر ټولو لوړ تلفات دي.

 سربیره پر دې چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې خپلې حملې په یرغلیزه ډول ډيرې کړي دي خو دغه ډله ټينګار کوي چې دوی په افغانستان کې د قدرت انحصار نه غواړي. خو طالبانو په وروستیو ورځو کې دا هم وويل چې تر هغه وخته چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له واک څخه نه وي لرې شوی، په افغانستان کې سوله نه شي راتلي.

میرمن لاينز پر طالبانو او افغان رهبرانو غږ کړی دی چې د افغانستان د شخړې د حل له پاره دې د مذاکراتو له لارې خپلې هڅې ګړندې کړي. هغې ویلي دي: «د افغان پر ضد افغان جګړه ودروئ. افغانان وژغورئ او هغوی پريږدی چې د یوې بهتره راتلونکې له پاره هیلې ولري.»