1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: په تیرو شپږو مياشتو کې ۸۰۰ ملکيانو ته مرگ ژوبله اوښتې

۱۳۹۹ تیر ۱۲, پنجشنبه

يوناما په خپل تازه رپوټ کې په افغانستان کې په تیرو شپږو مياشتو کې د ۸۰۰ ملکيانو د مرگ ژوبلې خبر ورکړی دی. ملگرو ملتونو د حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په درشل کې د تاوتريخوالي د کمولو غږ کړی دی.

https://p.dw.com/p/3egrG
Kabul Autobombe Anschlag Afghanistan
انځور: Reuters/O. Sobhani

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو سياسي دفتر (يوناما) په خپل تازه رپوټ کې چې نن پنجشبنه (د جولای میاشتې ۲ نیټه) یې خپور کړی دی، د غير نظامیانو د هدفمنو تلفاتو په ځانگړي توگه د وروستيو خونړيو پېښو په اړه چې د مدني ټولنې غړي پکې په نخښه شوي ول، انديښنه څرگنده کړې ده.

يوناما په دې رپوټ کې پر مذهبي مشرانو، روغتيايي او قضايي کارکوونکو، مدني فعالانو، غير دولتي نهادونو او خبريالانو باندې هدفمن بريدونه ټکان ورکوونکي بللي او دا ېې د جنايت په توگه ياد کړي.

د دې سازمان لومړۍ موندنې ښيي چې د ۲۰۲۰م کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۸۰۰ ملکيان په بريدونو کې وژل شوي او يا ټپيان شوي دي. يوناما د دې نيمايي تلفاتو پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده.

ملگرو ملتونو په دې رپوټ کې د مذهبي مشرانو د په نخښه کولو ۱۸ پېښې چې له دې څخه یې ۶  يوازې په جون مياشت کې رامنځته شوي، د صحي کارکوونکو ۳۱، د قضايي کارکوونکو ۱۱، د مدني ټولنې د فعالانو ۶، د غير دولتي نهادونو ۵ او د خبريالانو د په نخښه کولو درې قضيې يادې کړي دي.

په جولای کې د سولې د خبرو اترو د پېليدو احتمال

د ملگرو ملتونو د سياسي دفتر د رپوټ په حواله احتمال شته چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې د روانې جولای میاشتې په نيمايي کې پيل شي. دې سازمان همدې ته په کتو سره له ښکیلو خواو د ملکيانو د لا زياتې ساتنې په موخه د هلو ځلو او د سولې د خبرو له پاره د زمينې د برابرولو په موخه د تاوتريخوالي د کمولو غوښتنه وکړه.

د يوناما د اعلاميې په حواله په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړې استازې ديبرا لاينز ويلي: «زه پر ټولو اړخونو غږ کوم چې سولې ته د خپلې ژمنتيا د ښوولو په موخه د چټکو او مشخصو گامونو په پورته کولو سره د ملکيانو د ساتنې او د تاوتريخوالي په کمولو سره د سولې د خبرو له پاره اساسي او لازم بنسټ کيږدي.»

د ملگرو ملتونو ځانگړې استازې په دې آند ده چې داسې کسان شته چې په افغانستان کې د جگړې د دوام غوښتونکي دي او هڅه کوي د سولې پروسې ته زيان ورسوي. خو نوموړې د کومې خاصې ډلې او يا شخص نوم ياد نه کړ خو زياته یې کړه چې دغه ډول قوتونو ته بايد د بريالي کیدو اجازه ور نه کړل شي.

د ملگرو ملتونو موندنې ښيي چې د ځمکنيو نښتو په ترڅ کې غير مستقيم بريدونه د استوگنې په سيمو کې د ۲۵ سلنه ملکي تلفاتو سبب گرځيدلي دي. يوناما ويلي دي چې د جون میاشتې پر۲۹ نیټه د هلمند د سنگين ولسوالۍ په يوه بازار کې د هاوان مرمۍ چې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د طالبانو د بريد په ځواب کې توغول شوې وه، د درنو ملکي تلفاتو سبب شوې وه.

ملگري ملتونه يو وار بيا ټینگار کوي چې هغه بريدونه چې په ځانگړي توگه ملکيان په نخښه کوي، د بشري حقونو له نړيوال قوانينو څخه د نقضولو په معنا دي او په جنگي جرمونو کې شمیرل کیږي.

ب. ص/ ن. ز / شکليلا ابراهيم خيل