1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان: صرف دوه نوي مهاجر راغلي

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ خرداد ۲۲, شنبه

له ترکيې څخه و يونان ته د تلونکو مهاجرو په شمېر کي زښت کموالی راغلی دی. يونان ويلي چي د پنجشنبې څخه تر جمعې پوري ورته صرف دوه نوي مهاجر له ترکيې ورغلي دي.

https://p.dw.com/p/1J4jy
Griechenland Idomeni Flüchtling im Gegenlicht
انځور: Reuters/K. Tsironis

په يونان کي د مهاجرو د بحران د موضوع له پاره مؤظفي کاري ډلې ويلي چي د پنجشنبې (د ۲۰۱۶ کال د جون ۱۰مه نېټه) او جمعې (د ۲۰۱۶ کال د جون ۱۱مه نېټه) تر منځ صرف دوه پناه غوښتونکي له ترکيې و يونان ته ورغلي دي.

د کډوالو د موضوع له پاره مؤظفه د يونان کاري ډله د صرف دوو مهاجرو د ورتګ خبره په داسي حال کي کوي چي د روان کال د فبروۍ مياشت کي هره ورځ اوسطا ۲۰۰۰ مهاجر له ترکيې څخه يونان ته ورتلل. خو دمګړی هره ورځ له ترکيې و يونان ته د رسېدونکو مهاجرو شمېر اوسطا ۳۰ ته راټيټ سوی دی.

و يونان ته له ترکيې د رسېدونکو مهاجرو په شمېر کي د کمښت راتللو باوجوده د دغه هيواد په ټاپوګانو کي وضعه لانجمنه ده. د دغو ټاپوګانو کي د مهاجرو د ثبتونې په مراکزو کي د څو مياشتو راهيسي تر ۸۰۰۰ پناه غوښتونکي په انتظار دي. د پرسونال د کموالي له کبله د دغو پناه غوښتونکو د پناه غوښتنې دوسيې په ډېر کم سرأت سره پر مخ روانې دي.

کوم مهاجر چي د زيات وخت راهيسي په يوناني ټاپوګانو کي د پنا غوښتنې د خپلو دوسيو و فيصلو ته په انتظار دي، د هغوی په مهاجر کمپونو کي ټېل ماټېل او وهل ټکول هم رامنځ ته کيږي.

د لېسبوس ټاپو د موريا په نوم کلي خلکو د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د جون په ۱۰مه نېټه) د ښاروال او د ښار د شوری د استازو پر ضد سخت الفاظ وکارول. د موريا اوسېدونکو شکايت درلود چي ګڼ شمېر مهاجر د هغوی په کلي کي راجمع سوي چي له کبله يې «بې قانوني» حاکمه ده.