1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان يوه ډله افغان مهاجر ترکيې ته اخراج کړل

۱۳۹۷ فروردین ۲۴, جمعه

يونان د افغانانو په ګډون يوه ډله مهاجر له لیسبوس ټاپو څخه بيرته ترکيې ته اخراج کړل. دغه اقدام د اروپا د بهرنيو سرحدونو د ساتنې آژانس (فرونتکس) په مرسته شوی دی.

https://p.dw.com/p/2w0LG
Griechenland Lesbos Ankunft von Flüchtlingen an der Küste
آرشيفانځور: DW/Diego Cupolo

د آلمان خبري آژانس خبر ورکوي چې يونان د پنجشنبې په ورځ، له ليسبوس ټاپو څخه ۷ تنه مهاجر د ترکيې «ديکيلي» بندر ته ليږدولي دي. د يونان پوليسو ويلي دي چې دغه مهاجر د افغانستان، ايران او پاکستان څخه دي.

د يونان د مهاجرت ادارې چارواکو ويلي دي چې د دغو کسانو له خوا د جانبي حفاظت حق (موقتي اقامو) له پاره وړاندې کړل شوې د پناه غوښتنې درخواستونه رد شوی ول. د دغه ډول حفاظت حق هغو افرادو ته ورکول کيږي چې په خپل هيواد کې د شکنجې، د اعدام مجازاتو او یا د جګړې له اړخه له ډيرو «جدي ګواښونو» سره مخامخ وي.

په يونان کې د ردشويو مهاجرو د اخراج بهير د بشري قوې د کمښت له وجې له ستونزو سره مخامخ دی. د دغه هیواد په کمپونو کې مهاجر د خپلو دوسيو پايلو ته اوږده موده په تمه وي.

اوس د آژه سمندرګي په ختيځ کې شاوخوا ۱۵ زره مهاجر ميشت دي. د يونان د مهاجرت ادارې د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چې د دغې سيمه په کمپونو کې له حده ډير مهاجر پراته دي.

ورته مطالب: 

په یونان کې یو مهاجر ځان ته اور ورته کړی

مهاجرت: له یونان نه د وتلو ناقانونه هڅې، خو څنګه؟

اروپايي اتحاديې او ترکيې د ۲۰۱۶م کال په مارچ مياشت کې د مهاجرت په اړه يو تړون لاسليک کړ چې له  مخې يې هغه کسان چې له ترکيې څخه په غيرقانوني توګه يونان ته راځي او په يونان کې يې د پناه غوښتنه رد کيږي، بيرته د ترکيې خاورې ته استول کيږي.

د يونان پوليس وايي، چې د دغه تړون پر اساس تر اوسه ۱۵۹۰ مهاجر بيرته ترکيې ته اخراج شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکيې حکومت هم له دغه هيواده د غیرقانونی افغان مهاجرو د ډله ايز اخراج بهير پیل کړی دی.

د رپوټونو پر اساس، تيره اوونۍ ترکيې په يوه ځانګړي پرواز کې ۲۲۷ افغان مهاجر کابل ته اخراج کړل. انقرې ويلي دي چې کابل ته د اخراج لړۍ به ادامه ولري.

په استانبول کې افغان قونسل ذکريا بارکزي د ترکيي چارواکو له قوله دويچه ويله ته وويل چې په تيرو درو مياشتو کې شاوخوا ۲۰زره غیرقانوني افغان مهاجر نيول شوي دي چې اوس مهال تر نظارت لاندې دي.

دا هم د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: