1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان يو شمېر مهاجر بېرته ترکيې ته ولېږل

۱۳۹۴ اسفند ۱۲, چهارشنبه

يونان د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو ۲۶۷ پناه غوښتونکي بېرته ترکيې ته ولېږل. ترکيې له زيات وخت راهيسي په دې شمېر مهاجر بېرته نه ول منلي.

https://p.dw.com/p/1I5h9
انځور: Reuters/M.Djurica

د يونان د ملکي ساتني وزارت د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۲مه نېټه) وويل چي د دوو ورځو په جريان کي يې ۲۶۷ پناه غوښتونکي بېرته ترکيې ته لېږلي دي. ياد وزارت ويلي چي دغه پناه غوښتونکي د مراکش، الجزاير او تونس اتباع ول. د زيات وخت راهيسي دا لومړی ځل دی چي ترکيې په دومره شمېر پناه غوښتونکي بېرته له يونان څخه منلي دي.

د دې څخه تر مخه د يونان رسنيو خبر ورکړی ؤ چي دغه هيواد ۱۵۰ پاکستانيان ايستلي دي. خو د دغو خبرونو پخلی ونه سو.

و ترکيې ته د بېرته لېږدول سوو پناه غوښتونکو په تړاو ويل سوي چي د تيرو څو اونيو په جريان کي له ترکيې څخه يونان ته تللي ول، خو په يونان کي يې نه غوښتل چي د پناه غوښتنه وکړي. ويل سوي چي دغو پناه غوښتونکو غوښتل چي له يونان څخه د مرکزي اروپا هيوادونو ته ځان ورسوي چي د يوناني چارواکو له خوا ونيول سول.

د ترکيې له خوا د دغو مهاجرو بېرته منلو ته په اروپايي اتحاديې کي د يو زګنال په توګه کتل کيږي. د مهاجرو له پاره د اروپايي اتحاديې کميسار ديميتريس اورامپولوس په دې تړاو ويلي: «موږ بايد دې ته پام وکړو چي هغه کسان چي ساتنې ته اړتيا لري، بايد ساتنه تر لاسه کړي. خو دا هم بايد روښانه وي چي هغه کسان چي په اروپايي اتحاديه کي د پاته کېدو حق نه لري، بايد په موثره توګه بېرته ولېږدول سي.»

ترکيې او اروپايي اتحاديې د پناه غوښتونکو په تړاو د کډ کار له پاره تفاهم کړی دی. په دغه تفاهم کي و اروپا ته د پناه غوښتونکو په رسېدنه کي کمښت راوستل هم شامله دي.