1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان د مهاجرینو له پاره دوه کمپونه پرانیستل

۱۴۰۰ آذر ۶, شنبه

يونان دوه تازه »تړلي« د کډوالو کمپونه چې د بشري حقونو ډلو ورباندې د شديدو تدابیرو له کبله نيوکه کړې وه، د شنبې په ورځ یو ځل بیا پرانيستل. دا په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د مهاجرت د يوې بلې څپې وېره هم موجوده ده.

https://p.dw.com/p/43ZS8
Griechenland EU-Flüchtlingspolitik | RIC Samos
انځور: Louisa Gouliamaki/Getty Images/AFP

د يونان د مهاجرت وزير، نوتيس ميتاراچي، د لېروس او کوس کمپونو د پرانيسلو له اعلان سره سم وويل چې »يو نوی پړاو شروع کېدونکی دی.« هغه دا هم وويل چې »موږ خپلې ټاپوګانې د مهاجرت له ستونزو او پايلو څخه اوس آزادوو.« نوموړي زياته کړه چې »هغه تصويرونه چې له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۹ پورې زموږ په ياد کې دي، په پخوا وخت پورې اړه لري.«

په ۲۰۱۵ کال کې يونان هغه نقطه وه چې څه باندې يو ميليون پناه غوښتونکي ورڅخه اروپايي ټولنې ته داخل شول. د دغو کډوالو اکثريت سوريايان، عراقيان او افغانان ول. د يونان ټاپوګان په آژه سمندر کې هغه بندرونه لري چې ډېری خلک د ترکيې له لارې ورڅخه تېريږي څو په اروپا کې ځان ته يو نوی او لا ښه ژوند ولټوي.

د افغانستان کړکېچ اوس د مهاجرت د يوې بلې څپې وېرې راټوکولې دي. د يونان دغه »تړلي« کمپونه اغزن تار، د څار کمرې، د اکسرې سکنرونه او مقناطيسي دروازې لري چې د شپې تړلي پاتې کيږي. په نويو کمپونو کې داسې آسانتياوې هم شته لکه روانې اوبه، تشنابونه او لا زيات امنيتي تدابير چې دا هر څه په پخوانو کمپونو کې کمبود ول چې د ژوند د سختو شرايطو له کبله ورباندې نيوکه کېده.

يونان يو دغه ډول نوی کمپ د سپتمبر په مياشت کې په ساموس ټاپو کې پرانيست چې د دوو نورو د پرانيستلو پلان هم لري، يعنې د لسبوس او خيوس په ټاپوګانو کې هم ورته پلان موجود دی. اروپايي ټولنې د دغو نويو کمپونو له پاره د ۲۷۶ ميليونو يورو ژمنه کړې ده. خو نادولتي ټولنو او مرستندويه ډلو د کمپونو د نوي جوړښت په هکله اندېښنې څرګندې کړې دي او هغه دا چې دغه کمپونه په ګوښه ځايونو کې قرار لري. دغه ډلې وايي چې په کمپونو کې بايد د خلکو تګ راتګ هم محدود نه شي. د ملګرو ملتونو د وروستيو اټکلونو له مخې دا مهال ۹۶ زره کډوال او پناه غوښتونکي په يونان کې ژوند کوي.