1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"يونان ښايي نورو اقتصادي مرستو ته اړتيا ولري"

۱۳۹۰ اسفند ۶, شنبه
https://p.dw.com/p/149yp

د يورو پولي واحد د ډلې رئيس یان کلاوډې ینکر، ويلي دي چي دا امکان نه سي ردولای چي د دېوالي کېدو د گواښ سره مخامخ اروپايي هيواد يونان به نورو اقتصادي مرستو ته اړتيا ولري. د لوکسمبورگ دغه لومړي وزير زياته کړې ده چي په لومړي سر کي بايد يو ځل د يونان سره د اقتصادي مرستو د دويمي لړۍ د پای ته رسېدلو انتظار وايستل سي.

د دې مخکې د المان د مالي چارو وزير ولفگنگ شويبله ويلي ول چي ښايي د دوشنبې په ورځ د المان په مرکزي ملي شورا بُنډسټاگ کي د يونان له پاره د مرستو پر سر رايه اچونه د وروستي ځل له پاره نه وي.

د اروپايي ټولنې د کميسيون رئيس خوسې مانويل، باروسو ويلي دي چي د يونان سره د اقتصادي مرستو کولو پرته بله کومه لاره نسته. د نوموړي په وينا نوري لاري هم خطرناکه او هم زښتي قيمتي دي. د يورو غړو هيوادونو څو ورځي تر مخه يونان ته د ۱۳۰ ملياردو يورو د نوو مرستو منظوري ورکړې وه. د يوې ورځپاڼي د راپور له مخي د يورو پول واحد غړي هيوادونه د دې څخه ویريږي چي که د اپريل په ټاکنو کي په يونان کي حکومت تبديل سو نو به ښايي د يورو د غړو د قرضو د بېرته ادا کولو څخه انکار وکړي. د يونان کيڼ اړخو گوندونو له د مخه ويلي دي که چیرې واک ته ورسیږي نو د يورو د غړو هيوادونو قرضې به بېرته ور نه کړي.