1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان کي «ځينو مهاجرو ته له يوې اونۍ ډوډۍ نه ده رسېدلې»

آژانسونه / ک. ص.۱۳۹۵ خرداد ۱۱, سه‌شنبه

د مدیکو د مهاجرت نړیواله اداره وايي، چې د یونان په تیسالونیکي سیمه کې د مهاجرو وضعیت ډیر بد دي. زياته سوې چې ځینو مهاجرو ته د یوې اوونۍ راپدیخوا وچه ډوډې نده رسیدلې.

https://p.dw.com/p/1Ixbp
انځور: picture-alliance/dpa/A.Mehmet

د مدیکو د مهاجرت نړیوالې ادارې ویاند، رامونالینس، له سیمې څخه تر لیدو وروسته آلماني ورځپاڼې «فرانکفورتر روندشاو» سره د سه شنبې ورځ په ګڼه کې ویلې دي چې په دغو مرکزونو کې یو ډول«ناوړه شرایط» حاکم دي. لینس د خپل له قوله وايي، چې د په وروستیو ورځو کې د تیسالونیکي په سیمه کې د مهاجرو له څلور کمپونو څخه لیدنه کړې ده.

لینس ویلي دي: « د مهاجر په یوه هستوګنځي کې خلکو ماته وویل چې د ۲۴ ساعتونو لپاره یې هیڅ خوراکي توکي ندي ترلاسه کړي. په نورو ځایونو کې مهاجرو ویل چې له یوې اوونۍ راپدیخوا دوی ته وچه ډوډي چې په سر یې غوښه او پنیر وهل شوي وي، نده ورکړل شوې، پرته له دې چې پوه شي چې دا غوښه د خوک ده او که نه». لینس زیاته کړې ده چې په ځانګړې توګه ماشومان تازه خوراکي توکو ته زیاته اړتیا لري او «ما په دې کمپونو کې ډیر ماشومان لیدلي دي».

د مدیکو د مهاجرت نړیوالې ادارې د ویاند په خبره، دغه راز په کمپونو کې هغو کسانو ته د روغتیایی خدماتو وضعیت هم ډیر خراب دی کوم چې د شکرې یا پر نورو مزمنو ناروغیو باندې اخته دې. لینس تر څنګ د دې چې د روغتیايي خدماتو او څښاک د پاکو اوبو د کمښت په باب شکایت وکړ؛ وویل: « یو کس مې د لارې په اوږو کې خپل موټر ته پورته کړ چې غوښتل ېې په یوه بوشکه کې ځان ته د څښاک اوبه راوړي». لینس د مهاجرو د کمپونو په باب خپل د سترګو لیدلی حال په همدې ډول بیانوي.

د رامونالینس پر وینا یوازې په یوه کمپ کې د "یو ان اچ سي آر" یا د مهاجرو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ معیارونو په یوه کمه کچه يو «څه ناڅه» په نظر کې نیول شوي دي. هغه غوښتي دي چې دغه معیارونه دي په ټولو کمپونو کې موجود وي.

د هغه په وینا، د څښاک پاکې اوبه، ډوډي او روغتیايي خدمات، د اړتیاو تر ټولو ښکته اندازه پوره کوي. لینس دغه راز یادونه کړې ده: هر څوک چې په انګلیسي ژبه بلد نه وي، د دې چانس نلري چې خپلې ستونزې مقابل لور ته بیان کړي».