1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونيسف: په نړۍ کي د ماشومانو ودول لږ شوي

۱۳۹۶ اسفند ۱۵, سه‌شنبه

د يونيسف په حواله په ټوله نړۍ او په ځانگړي توگه سويلي آسيا کې د ماشومانو ودول لږ شوي دي. په تيرو لسو کالو کې د کابو ۲۵ ميليونو ماشومانو د ودولو مخه نيول شوې ده. خو دا ستونزه لا حل شوې نه ده.

https://p.dw.com/p/2tkd0
Kinderhochzeit in Afghanistan - Braut
انځور: picture-alliance/dpa/F. Kaimy

د ملگرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې يونيسف په يوه رپوټ کې ويل شوي دي چې په ټولیزه توگه د کوچنيو نجونو د ودولو کچه ۱۵ سلنه ټيټه شوې ده. د رپوټ په حواله په ځانگړي توگه په جنوبي آسيا کې دغه شمير په څرگند ډول راټيټ شوی دی. هلته د نجونو ۱۸ کلنې ته تر رسيدو د مخه د ودولو خطر په تيرو لسو کالو کې يو پر دريمه برخه يعني د ۵۰ سلنه څخه ۳۰ سلنه ته راکښته شوی دی. د يونيسف په حواله هند په دې پرمختگ کې ستر نقش لوبوي.

د رپوټ په حواله د افريقا د سترې صحرا په جنوب کې په پرتو هيوادونو کې وضعيت د انديښنې وړ دی. د نړۍ د هرو دريو ماشومانو د ودونو څخه يو يې په دغه سيمه کي ترسره کيږي. خو ويل شوي دي چې آن په افريقا کې هم پرمختگ مشاهده شوی دی. په ايتهوپيا يا حبشه کې په تيرو لسو کالو کې د کوچنيانو د ودونو کچه يو پر دريمه برخه ټيټه شوې ده.

Kinderehe Child marriage Chad Tschad
د افریقا د سترې صحرا په جنوب کې په پرتو هيوادونو کې د نجونو په کم سن کې ودولو رواج ‌ډیر دیانځور: picture alliance/dpa/O.Cicek

نورو هلو ځلو ته اړتيا ده

يونيسف وايي د کم سن ماشومانو د ودولو شمير د کښته کيدو دليل د تعليم د کچې لوړ والی او د حکومت له خوا مناسب اقدمات، د مثال په توگه عامه کمپاينونه، په لاره اچول دي. خو دغه اداره وايي چې پر تازه تمايلاتو سربيره هم لا زياتو هلو ځلو ته اړتيا ده څو د دوامدار پرمختگ د ۲۰۳۰م کال د اجنډا د ټاکل شويو اهدافو څخه یې يو د ماشومانو د ودونو له منځه وړل، ترلاسه شي.

اوس هم په نړۍ کې د هر پنځم واده پر وخت يوه ناوې کم سنه وي. د اټکلونو پر اساس په نړيواله کچه ۶۵۰ ميليونه ښځې په کم سن کې واده شوي دي. د يونيسف د شميرو له مخې اوس هم هر کال شا او خوا دولس ميليونه نورې کم سنه نجونه وديږي. تر ۲۰۳۰م کال پورې به تر ۱۵۰ ميليون زياتې نجونې اغیزمنې شوي وي.

Hk/kle(dpa,kann) B.S/N.Z

زموږ له آرشيف څخه: