1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونيسيف: هرکال 1,2 ميلونه ماشومان خرڅيږي

۱۳۸۷ آبان ۲۹, چهارشنبه

يونيسيف اټکل کوي چي هر کال1،2مليونه ماشومان خرڅيږي، کار کولو ته اړ ايستل کيږي يا مريي کيږي

https://p.dw.com/p/Fxvg
د ښوونځۍ يوشمېر زده کونکی د ماشومانو د خرڅلاو بنديدل غواړي
د ښوونځۍ يوشمېر زده کونکی د ماشومانو د خرڅلاو بنديدل غواړيانځور: dpa

حتی د اروپايي ټولني په غړو هيوادونو کي دغه ميلان مخ پر ډيريدو دی. د کاتوليکانو د مرستي مؤسسې له خپلو ملګرو هيوادونو سره يوکال د مخه يوه شبکه جوړه کړه څو د انسان له خرڅلاو سره مبارزه وکړي. خو د کوچنيانو په نړيواله ورځ (20.11) چي ملګروملتونو د کوچنيانو د حقونو کنواسيون تصويب کړی ، دغه بيلانس لاهم د انديښنې وړ دی.

د کوچنيانو خرڅلاو يو له ډيرو ناوړه جرمونو څخه دی. د موډرنو لږ عمر لرونکو مرييانو د راتګ ځای يو هم د رومانيا هيواد دی. کله چي رومانيا په 2007 زيږديز کال اروپايي ټولني ته ورګډه سوه، زيات شمېر بالغ وګړي له پوې بهرد عايد د نويو لارو چارو په لټه کي سول. خپل ماشومان يې همداسي يوازي په کورونو کي پريښودل.

ايلينا تيموفتيچيوچ ددغو ماشومانو اضطراري حالت ښه درک کوي. دغه رومانيايۍ په بخارست کي په يوه مرستندويه ټولنه کي کار کوي. دا وايي:« دولتي ستاتستيک ښيي: په 2007 زيږديز کال کي 100000 ماشومان ددوی ميندو او پلرونو پرې ايښي و، ياخو خپلو خپلوانو ته او ياهم هسي ګاونډيو ته. ځکه دوی په بهر کي کار پيدا کړی وو. دغه ټول ماشومان د انسان خرڅوونکو لپاره تياره لمړۍ ده چي په غلطو وعدو يي تير باسي.

موږ داسي قضيې هم پيژنو چي انسان پلورونکو ماشومان درويزې ته اړ ايستلي دي. دغو جنايتکارانو ددې ميندو او پلرونو ته ويلي چي ماشومان په بهر کي د ماشومانو تفريحي اډو ته وړي او دهغه پر ځای يې خرڅ کړي دي.

خو داسي قضيي هم ليدل سوي چي ميندو او پلرونو اويا خپلوانو ماشومان پلورلي دي. په تير فبرورۍ کي حکومت د « ماشوم ته دده ماشومتوب پريږده » تر نامه لاندې يو سراسري کمپاين جوړ کړ. غير دولتي سازمانونه نيغ په نيغه ماشومانو ته مخه کوي. د ساري په ډول تياتري ټوټې له هغو يادښتونو نه جوړيږي چي د انسان دخرڅلاو قربايانو ليکلي دي.« کله چي ماشومان خپله ماشومانو ته ږغيږي، کله چي همزولي کيسه کوي، چي هرڅه پيښيدای سي، نو ډیر اثر کوي.»

سويدني کارکوونکي ايديت باور، هم اميد کوي: په ستاکهولم کي حکومت يو دولتي سکرتريت جوړ کړي چي د انسان پلورني په وړاندي مبارزه کوي. ايلينا تيموفتيچيوچ ديوه اروپايي کمپاين هيله کوي.« دا بې توپيره ده چي زموږ ماشومان د کوم ځای دي، دوی په اروپا پوري اړه لري. او دوی د اروپا راتلونکي دي.»