1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونگ د کاناډا گواښونه رد کړل

۱۳۸۵ بهمن ۲۶, پنجشنبه

د آلمان د دفاعي چارو وزير فرانڅ يوزف يونگ د کاناډا د گواښونو سره سره چې وايي خپل سرتېري به له افغانستانه وباسي، بيا هم د آلمان د پوځ د لا زياتو هلو ځلو پورته کول ردوي. د آلمان د مسيحي دموکرات گوند دغه سياستوال وويل چې آلمان د شپږو کشافي الوتکو او 500 تنو نورو عسکرو په استولو سره د امنيت ټينگولو په برخه کې خپله دنده اجراح کوي.

https://p.dw.com/p/DKJr
کاناډا د خپلو 2500 سرتېرو د ايستلو گواښ کړی و
کاناډا د خپلو 2500 سرتېرو د ايستلو گواښ کړی وانځور: AP
هغه زياته کړه چې ناټو ترې کومه بله غوښتنه نه ده کړې. کاناډا د خپلو 2500 سرتېرو د ايستلو گواښ کړی و که نور هېوادونه خپل ځواکونه پياوړي نه کړي. يونگ وويل چې عين همدغه کار کېدونکی دی او زياته يې کړه «موږ د خپلو تورنادو الوتکو د لارې هغه کشافي تشه ډکوو، چې دغه چاره د عسکرو د ژغورنې په برخه کې يو مهم رول لوبوي.«