1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه افغانه مېرمن د چاودېدونکي واسکټ سره ونيول سوه

۱۳۸۶ دی ۳, دوشنبه

د فرانسپريس خبري آژانس د افغان استخباراتي چارواکو د خولي څخه خبر ورکوي چي يوه افغانه مېرمن د چاودېدونکي واسکټ سره په جلال آبادکي نيول سوې ده.

https://p.dw.com/p/DK7b
پنځه پنځوس کلنه مېرمن د کنړ ولايت څخه تر څارني لاندي نيول سوې وه او په جلال آباد کي ونيول سوه.
پنځه پنځوس کلنه مېرمن د کنړ ولايت څخه تر څارني لاندي نيول سوې وه او په جلال آباد کي ونيول سوه.انځور: AP GRaphics/DW

د آژانس د خبر د مخه دغه مېرمن، چي سر تر پښو په چادري کي پټه وه دداسي يو واسکټ سره نيول سوې ده چي د چاودېدونکو موا دو څخه ډک جوړ او ورڅخه طالبان د ځان وژونکو حملو پر وخت کار اخلي.

د کنړ ولايت د استخباراتو د څانګي يوه مامور د فراسپريس خبريال ته څرګنده کړې، چي پنځه پنځوس کلنه مېرمن د کنړ ولايت څخه تر څارني لاندي نيول سوې وه او په جلال آباد کي ونيول سوه.